د اسلامي امارت د ویاند مرستیال د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف ادعا ردوي او وایي، اسلامي امارت له پاکستان څخه داسې غوښتنه نه ده کړې او د پاکستان دا ادعا یې خواشینونکې وبلله.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال، حمدالله فطرت په دې اړه وايي: موږ دا ادعا ردو، اسلامي امارت له پاکستانه داسې کومه غوښتنه نه ده کړې. د تاسف ځای دی چې د پاکستان د لوړې کچې چارواکي، نه پوهیږو د کومو موخو لپاره داسې ادعاوې کوي.
تازه د پاکستان دفاع وزیر له یوې پاکستانۍ رسنۍ سره په مرکه کې ادعا کړې چې اسلامي امارت د ډیورنډ فرضي کرښې له ورڅیرمه سیمو د پاکستاني طالبانو د تحریک د لرې کولو لپاره د لس میلیارده پاکستاني کلدارو غوښتنه کړې ده.
هغه ادعا چې د اسلامي امارت غوسه یې راپارولې ده.
د پاکستان دفاع وزیر، خواجه اصف ویلي: (په هغه ناسته کې چې د افغانستان دفاع وزارت سرپرست ملا یعقوب، د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني او د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي ګډون درلود د پاکستاني طالبانو د تحریک په اړه مو وویل چې په پاکستان کې د ټي ټي پي د بریدونو مخ ونیسئ له هغې پرته اړ کیږي چې خپله اقدام وکړو، په ځواب کې ملا یعقوب وویل چې د افغانستان لویدیځ سیمو ته د ټي ټي پي د غړو د لیږد لپاره افغانستان د لس میلیارده روپیو غوښتنه وکړه خو ومو ویل چې آیا ضمانت شته چې له هغه ځایه بیا فعالیت نه پیلوي په ځواب کې یې چوپتیا غوره کړه.)
بل لور ته نیویارک ټایمز هم په یوه راپور کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ ترینګلتیاو په اړه ویلي، پر افغانستان د پاکستان وروستیو هوايي بریدونو د دواړو لورو ترمنځ اړیکې زیانمنې کړې دي.
د نیویارک ټایمز د راپور په یوه برخه کې راغلي: (د پاکستان او افغان طالبانو د رهبرانو ترمنځ نږدې اړیکې چې یو وخت نږدې وې خرابې شوي او په اندېښنې سره سرحدي تاوتریخجن بریدونه تکرار شوي دي.)
د سیاسي چارو شنونکی، زلمی افغانیار هم وايي: هیله من یم چې د پاکستان، تاجېکستان او ایران په ګډون، ګاونډي هېوادونه دا درک کړي چې باثباته افغانستان کولای شي په نړۍوال امنیت کې ښه رول ولوبوي. هغوی باید د ګاونډيتوب اصول مراعت کړي.
تر دې وړاندې هم پاکستان اسلامي امارت پاکستاني طالبانو ته په ځای ورکولو او ملاتړ او دغه راز د پاکستان په نا امنیو کې په لاس لرلو تورن کړی دی.
هغه څه چې تل د کابل له لوري رد شوي او د سرپرست حکومت چارواکو ویلي چې په پاکستان کې د امنیت مسله د دغه هېواد د حکومت پر غاړه ده نه د اسلامي امارت.
په دې اړه مو اندونه