Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ایران پوله ساتی قومندان: افغانستان سره د پولې تړلو طرحه په چټکۍ پلې کیږي

د ایران د سرحدي ځواکونو یوه قومندان ويلي، له افغانستان سره د ایران ټولې شرقي پولې د ټکنالوژيکي تجهیزاتو په وسیله اداره کېږي.

نوموړي زیاته کړې چې، له افغانستان سره یې د پولې د تړلو په موخه د دیوال جوړونې چارې هم په ښه توګه روانې دي.

په ایران کې د افغان کډوالو د ستونزو په زیاتېدو پسې د دغه هېواد د کورنیو چارو وزیر ویلي، د کډوالۍ د ملي سازمان لایحه یې چمتو کړې او د دغه هېواد پارلمان ته یې لیږلې ده.

د ایران کورنیو چارو وزیر د یاد هېواد د کډوالو د ملي سازمان د لایحې تصویب د کډوالو د وضعیت په لا ښه تنظیم کې مهم ګڼي او هیله څرګندوي چې دغه طرحه تصویب شي.

د ایران د کورنیو چارو وزیر، سکندر مومني ویلي: (موږ په تېر پارلمان کې په دې اړه لایحه وړاندې کړې وه، چې کومې پایلې ته ونه رسېده او اوس د کورنیو چارو وزارت دغه لایحه چمتو کړې او تمه ده چې پارلمان به د کډوالۍ ملي ادارې لایحه تصویب کړي.)

د کډوالو د حقونو فعال، احسان احمدزی وايي: زما په فکر دا یو غوره اقدام دی، ځکه د دغه قانون لمخې به ایران په نړۍواله کچه یو مسوولیت ولري څو په ایران کې د کډوالو حقوق خوندي کړي.

بل لور ته د ایران د سرحدي ځواکونو یو قوماندان هم ویلي چې له افغانستان سره د ایران ټولې ختیځې پولې شپه او ورځ د ځیرکو تجهیزاتو په وسیله کنټرولیږي.

علي کریمي دغه راز ویلي، د افغانستان او ایران ترمنځ سرحد کې د دیوال جوړولو او بندولو چارې ډیرې پرمخ تللې دي.

د ایران د سرحدي ځواکونو قوماندان، علي کریمي ویلي: ( د سیمې د هوا له سختو شرایطو سره سره، د دواړو هېوادونو د سرحدي دیوال د بندولو طرحه د پلي کېدو په حال کې ده او ښه فزیکي پرمختګ هم لري.)

د نظامي چارو شنونکی، یوسف امین ځاځی په دې اړه داسې وايي: زما ورور هېواد یې، بده ورځ راغلې، همداسې یوه ورځ پر تا راځي. موږ باید د یوه او بل پکار شو، نه چې پولې د یو بل پر مخ وتړو.

د نظامي چارو شنونکی، جنت فهیم چکري هم وايي: د افغانانو تګ راتګ او کوم تورونه چې د ایران له لوري پر افغانانو لګول کیږي، له دې وروسته باید رفع شي. څومره چې پولې پیاوړې شي د دواړو هېوادونو په ګټه ده.

تر دې وړاندې هم د ایران د ځمکني پوځ یو قوماندان ویلي وو چې له افغانستان سره د ایران د ختیځو پولو د ۳۵ کیلو مترو په اوږدوالي سره دیوال جوړولو چارې پای ته رسېدلي او په پایله کې یې د دغه هېواد د ختیځ پولو کې د افغانانو تګ راتګ ۵۰ سلنه کم شوی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه