Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کابل کې د واورې ورښت؛ د ماشومانو خوښي او د لویانو اقتصادي اندېښنې

د کابل یو شمېر اوسېدونکو د روان کال له لومړۍ واورې ورېدنې هرکلی وکړ.

د کابل مېشتو په وینا، له ورښتونو سره د کابل هوا پاکېږي او ورسره به د ککړې هوا له امله د ناروغیو کچه هم راټيته شي.

له پخوا یې ویلي چې کابل دې بې زرو وي خو بې واورې نه!

بې واورې کابل د ناهیلي زړ په څېر دی، خو همدا چې واوره وریږي، داسې ښکاري لکه د ښار په رګونو کې چې ژوند بیا پیلیږي.

د واورې اورښت د ماشومانو د خوشحالۍ لامل هم شوی.

د کابل کوچنی اوسېدونکی، الهام وايي: راغلي یو چې دلته څو دقیقې واورې ویشتل وکړو. ساعت مو تېر شي. 

لویان هم د یو بل عکسونه اخلي څو د روان کال د لومړنۍ واورې د یادونو په توګه یې وساتي.

د کابل یو بل اوسېدونکی، بهاء الدین بیا داسې وايي: دلته هټۍ لرو، بیا هلکان راغلل چې راځئ چې عکسونه واخلو. د واورې ورښت ورځ ده، د نېکمرغۍ ورځ ده.

د کابل اوسېدونکی، هارون هم وايي: کابل کې د واورې لومړنۍ ورځ ده، د خوښۍ ورځ ده. د ټولو هېوادوالو لپاره په زړه پورې ورځ ده. ځانګړې ورځ ده.

خو بل لور ته بې وزلۍ او تنګ لاسۍ د ګڼ شمېر هېوادوالو پر خوشحالۍ سیوری غوړولی او د واورې اورښت له ستونزو سره مخ کړي دي.

رفیع الله چې د کابل ښار اوسېدونکی دی، وايي: واوره د الله نعمت دی چې زموږ په هېواد کې واورې و اوري. خوښ یو. خو وزګارتیا زیاته ده، کار نشته، ولاړم چې مال واخلم، مال هم نشته. 

همدا راز، عبدالغفار هم وايي: شاید د نورو ورځو پرتله نن زموږ کار زیات وي، ځکه خلک اړتیا لري چې خپل موټر ته واورې پاکوونکی واخلي.

د اسلامي امارت سرتیري هم د واورې اورښت ته خوشحاله دي او د امنیت د خوندیتوب په برخه کې هېوادوالو ته ډاډ ورکوي.

سرتیری، شیر ولي وايي: موږ خپلو هېوادوالو ته دا ډاډ ورکوو چې په هر حالت کې مجاهدین د دوی خدمت ته ولاړ دي. 

یو بل سرتیری، محمد عادل بیا وايي: د باران او واوره چې دي، د الله ج نعمت دی. که ساړه وي او که تودوخه وي موږ د خپلو خلکو په خدمت کې یو. 

یو شمېر ولایتونو هم د واورې په سپینوالي سره نوې څېره غوره کړې ده.

له طبیعي پېښو سره د مبارزې د چمتوالي ملي اداره هم د هېواد په ۳۳ ولایتونو کې د واورې او باران له اورښته خبر ورکړی چې د باران د اورښت کچه یې له ۱۰ تر ۵۰ میلي مترو او د واورې د اورښت کچه یې له ۱۰ تر ۵۰ سانتي مترو پورې اټکل کړې ده.

بې وزلۍ او تنګ لاسۍ د ګڼ شمېر هېوادوالو پر خوشحالۍ سیوری غوړولی او د واورې اورښت له ستونزو سره مخ کړي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه