د واورې د ورښت او نسبتاً قوي توپان له امله د سالنګونو په ګډون د غور، هرات، سرپل او بامیان ولایتونو لارې په لنډمهالي ډول تړل شوې دي.
د ټولګټو وزارت وايي، د دغه وزارت تخنیکي ټیمونه هڅه کوي چې تړل شوې لارې بېرته د ټرافیکو پرمخ پرانیزي.
د ټولګټو وزارت ویاند، محمد اشرف حق شناس په دې اړه وايي: په ځينو ولایتونو کې، لکه ډایکنډي، غور، بامیان، بدخشان، تخار، هرات او ځینو نورو ولایتونو کې واورې ورښت دوام لري، په غور، هرات او تخار ولایتونو کې ځینې لارې د ټرافیکو پر مخ تړلې دي. د وزارت ولایتي پرسونل په دې هڅه کې دی چې دغه لارې ژر تر ژره پرانیزي.
بل خوا، یو شمېر هېوادوال د واورو او بارانونو پر مهال د لارو د بندېدو د مخنيوي په موخه د اساسي حل لارې د رامنځته کېدو غوښتنه کوي.
فاریاب اوسېدونکی، حبیب الله په دې اړه وايي: زموږ له اسلامي امارت غوښتنه دا ده چې دغه کومې لارې چې د تګ راتګ پر وړاندې تړلې دي، دغه بېرته پرانیزي او په دې برخه کې خپله پوره هڅه وکړي د
د میدان وردګ یو بل اوسېدونکي، حکمت الله و ویل: شدید ورښتونه دي او له همدې امله لارې بندې دي. اوس له غزني نه وردګ ته او له وردګ نه غزني ته ټولې لارې بندې شوې دي. میدان ته زموږ رسیدګي نشي کیدای.
د میدان وردګ یو بل اوسېدونکی، محمد الدین بیا وايي: ناروغان لرو او اسلامي امارت دې راته داسې لارې چارې ولټوي چې په دایمي توګه وي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره شپه له طبیعي پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ادارې د کابل په ګډون د هېواد په ۲۹ ولایتونو کې د نسبتاً سختو ورښتونو او واورو او ناڅاپه سېلابونو د احتمال خبر ورکړ.
په دې اړه مو اندونه