Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ټرمپ ته د ستانکزي پیغام: د اسلامي امارت له لوري د تعامل لار پرانیستې ده

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین شېر محمد عباس ستانکزي نن (شنبې، د مرغومې پر ۱۵مه) د کابل کې د یوې دیني مدرسې په فراغت‌غونډه کې ویلي چې، اسلامي امارت له امریکا سره د دښمنۍ دروزاه تړلې او د متحده ایالتونو په ګډون له ټولو هېوادونو سره مثبت تعامل ته چمتو دی.

ښاغلي ستانکزي په دغو مراسمو کې زیاته کړې، سرپرست حکومت هیله لري چې، د امریکا نوی حکومت د افغانستان په تړاو پر خپلو پالیسو بیا کتنه وکړي او د افغانستان په کورنیو چارو کې له لاسوهنې هم لاس واخلي.
 
نوموړی دغه‌راز ټینګار کوي چې امریکا دې د دوحې هوکړه لیک ټولې مادې عملي کړي.  

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین ویلي:«یوه دوه اوونۍ وروسته دی [ډانلډ ټرمپ] قدرت ته راځي چې، په خپله پالیسي کې بدلون راولي، د بایډن پالیسي پرېږدي، نوې پالیسي رامخته کړي، د افغانستان له خوا نه د اسلامي امارت له خوا نه میدان ورته خلاص دی. که دوی را دوستان کېږي موږ بلکل د دوستۍ لاس ورکوو. دښمن تل دښمن نه وي او دوست هم تل دوست نه‌وي.»

بل پلو، ښاغلی ستانکزی د سرپرست حکومت پر وړاندې د ځینو هېوادونو پر تبلیغاتو نیوکه کوي. د نوموړي په وینا، د سیمې او نړۍ استخباراتي ادارې په خپل ټول وس سره، د اسلامي امارت پر وړاندې د استخباراتي او رسنیزې جګړې په حال کې دي.  

شېر محمد عباس ستانکزی زیاتوي:«په کابل کې که داعش یوه پېښه وکړي، ټوله نړۍ وايي چې، په افغانستان کې امنیت نشته او دلته د دوی په اصطلاح د ترهګرو مرکز دی باید هېوادونه سره راټول شي، دې کې یوه اجتماع وکړي او ترتیب سره جوړ کړي؛ خو په امریکا کې په ټرمپ باندې دوه ځلې برید وشو؛ خو څوک نه‌وايي چې، هلته امنیت نشته، رییس جمهور و دوه ځلې پرې برید وشو؛ خو څوک دا خبره نه‌کوي، مطلب مې له دې نه و چې، نړۍ موږ سره استخباراتي او مطبوعاتي جګړه هم پيل کړې ده که متوجه واوسئ.»

بلخوا، په دغو مراسمو کې د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست عبدالطیف منصور له هېوادوالو سره ښه چلند مهم ګڼي.

د اوبو او انرژۍ سرپرست وايي:«اول ځان ته وایم بیا دا علماوو ته، بیا د اسلامي امارت چارواکو ته چې، موږ باید په خپل قوت او قدر باندې مغروره نه‌شو او موږ باید له خپل ملت سره جفا ونه‌کړو.»

د مسوولانو په وینا، په دې فراغت‌غونډه کې د عبدالله ابن مبارک د دیني مدرسې له بېلابېلو څانګو ۴۳۰ دیني عالمانو د فراغت سندونه ترلاسه کړل.  

ښاغلي ستانکزي زیاته کړې، سرپرست حکومت هیله لري چې، د امریکا نوی حکومت د افغانستان په تړاو پر خپلو پالیسو بیا کتنه وکړي او د افغانستان په کورنیو چارو کې له لاسوهنې هم لاس واخلي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه