د ملګرو متلونو د سرمنشي مرستیاله امنه محمد په افغانستان کې پر ښځو او نجونو محدودتیونه دوامداره ګڼي او زیاتوي چې په دغه هېواد کې د ښځو حقونه له پرلهپسې بریدونو سره مخ دي.
اغلې محمد وایي چې، په افغانستان کې د ښځو حقونه باید د اسلامي قوانینو پر بنسټ تامین شي.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې ویلي:«په افغانستان کې د ښځو او نجونو حقونه په دوامداره توګه له بریدونو سره مخ دي. سږکال دغه شاتګونه ډېر شوي او هغوی یې له پتمن ژونده محرومې کړې دي. موږ به تسلیم نهشو، د هغوی د حقونو د دفاع لپاره د اسلام په چوکاټ کې زما ژمنتیا تزلزل نهمنونکې ده.»
د ښځو د حقونو فعاله عالم تاب رسولي په دې هکله وايي:«افغان ښځې د ملګرو ملتونو سازمان له لوري د عملي ګامونو پورته کولو ته اړمنې دي. د ملګرو ملتونه چې، یوازې څرګندونې کوي او غونډې جوړوي او عملي پایله هم نهلري، د دې لامل نهکېږي چې، پر ښځو محدودیتونه لرې کړي.»
ورته مهال، ځينې زدهکوونکې د ۲۰۲۵ زیږدیز کال له پيل سره، له اسلامي امارته غواړي چې، په هېواد کې نجونو ته د درسي ټولګیو د پرانیستو زمینه برابره کړي.
زده کوونکې اقرا په دې هکله طلوعنیوز ته وویل:«له اسلامي امارته غواړو چې، زموږ پر مخ ښوونځي پرانیزي چې، موږ خپلو زدهکړو ته دوام ورکړو. زه غواړم چې، په راتلونکي کې ډاکټره شم.»
د مدرسې استاده فاطمه هم وايي:«کهچېرې یوازې د نارینهوو طبقه زدهکړې وکړي، یوازې د افغانستان ۵۰ سلنه لوستي کېږي؛ خو کهچېرې دواړه طبقې سره یوځای زدهکړې وکړي، موږ کولای شو یو لوستی افغانستان واوسو.»
بشري حقونه هغه مسئله ده چې، نړۍوالې ټولنې په افغانستان کې د هغې په تړاو تل اندېښنه څرګنده کړې ده؛ خو اسلامي امارت که څه هم د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د بیا پرانیستل کېدو د وخت په تړاو څه نهدي ویلي؛ خو ټینګار یې کړی چې، په هېواد کې د اسلامي احکامو په چوکاټ کې د افغان ښځو ټول حقونه خوندي دي.
په دې اړه مو اندونه