د هند د بهرنیو چارو وزارت، په پکتیکا کې پر ولسي وګړو د پاکستان پر هوايي بریدونو نیوکه کړې ده.
د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندیر جیسوال، د پاکستان د کورنیو ناکامیو لپاره د ګاونډیانو د ګرم بللو کړنلار، د پاکستان له پخوانیو طریقو بللې ده.
د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي:«موږ پر ولسي وګړو د هغو هوایي بریدونو په تړاو راپورونه څارلي چې، د ښځو او ماشومانو په ګډون افغان ولسي وګړو پهکې خپل ارزښتناک ژوند له لاسه ورکړی. موږ په ډاګه پر بېګناه ولسي وګړو هر ډول برید غندو. دا د پاکستان یوه پخوانۍ کړنلار ده چې، د خپلو کورنیو ناکامیو پړه پر ګاونډيانو اچوي.»
د ښاغلي جیسوال دا خبرې په داسې حال کې کېږي چې، اسلامي امارت تل له پاکستانه غوښتي چې، پر افغانستان له تورونو ډډه وکړي.
خو ولې هند او افغانستان د پاکستان په تړاو ورته نظر لري؟
د سیاسي چارو شنونکی نجیبالرحمن شمال طلوعنیوز ته وايي:«د دغو اړیکو پراختیا [د هند او افغانستان اړیکو] له سیاسي، اقتصادي، ټولنیزو او حتا کلتوري پلوه د پاکستان د سترګو ازغی دی. د پاکستان پوځیان هم افغانستان او هم هندوستان خپل ګډ دښمن ګڼي او له بده مرغه د افغانستان او هند د اړیکو د پراختیا په برخه کې تل خنډونه رامنځته کړي دي. هېڅ کله هیله نهلري چې، افغانستان او هندوستان ښې اړیکې او ښه ګاونډيتوب ولري.»
د سیاسي چارو بل شنونکي اسدالله ندیم هم وویل:«افغانستان د اوږدو لسیزو په لړ کې، د سیمهییزو ځواکونو د سیالیو او نیابتي جګړو ډګر وو، کهچېرې دا ځلې د طالبانو حکومت په دې هکله دقیق فکر ونهکړي، شونې ده یوځل بیا د سیمې د زبرځواکو د نیابتي جګړو او سیالیو پر ډګر بدل شي.»
بلخوا د پاکستان د لومړي وزیر سلاکار تېره ورځ ویلي، هېواد یې حق لري چې، د پاکستاني طالبانو د لهمنځه وړلو لپاره د افغانستان په خاوره کې پوځي بریدونه وکړي. هغه مسئله چې، اسلامي امارت یې تر اوسه په دې تړاو کوم غبرګون نه دی ښودلی. خو تر دې وړاندې یې تل ویلي چې، پاکستان د خپل امنیت مسوول دی او دا مسئله په افغانستان پورې اړه نهلري.
په دې اړه مو اندونه