په ډایکنډي کې د کډوالو ستونزو ته د رسېدو کمېسیون له لوري د کډوالو لپاره د ځمکو د وېش بهیر پیل شوی دی.
د ملي دفاع وزارت لوی درستیز چې د کډوالو ستونزو ته د رسیدو کمېسیون غړیتوب لري د افغان کډوالو د ننګونو د حل لپاره د هڅو له دوامه ډاډ ورکوي.
د سرپناه لرل هېواد ته د تازه راستانه شویو کډوالو یوه له اساسي غوښتنو ده، چې اوس پر دغې غوښتنې د غور لپاره، د کډوالو د ستونزو د حل عالي کمېسیون په ډايکنډي ولایت کې کډوالو ته د ځمکو وېش پیل کړی دی.
د ملي دفاع وزارت لوی درستیز د کډوالو د ستونزو د حل په برخه کې د اسلامي امارت د هڅو خبره کوي او کډوالو او راستنېدونکو ته د دایمي استوګنځایونو وېش یوه اړتیا بللې ده.
د ملي دفاع وزارت لوی درستیز، فصیح الدین فطرت وايي: « هغه ښارګوټی چې دلته د کډوالو لپاره په پام کې نیول شوی، پرانیزو یې څو د وېش بهیر یې پیل شي، او زموږ او ستاسو هغه کډوال چې کور او ځمکه نه لري او له بهرنیو هېوادونو بېرته خپل وطن ته راستانه شوي، لپاره یې ځای پیدا شي او کورونه او سرپناه ورته جوړه شي.»
د کور او ښار جوړونې وزارت د یکشنبې په ورځ په ۹ ولایتونو کې د هغو کډوالو لپاره چې هېواد ته راستانه شوي، د څه باندې اته ویشت زره جریبه ځمکې د تثبیت خبر ورکړ او دغه وزارت په دې وروستیو کې د کډوالو لپاره د دغو ښارګوټو د جوړولو په برخه کې د بنسټونو او هېوادونو د همکارۍ نه کولو خبره وکړه او زیاته یې کړه چې کډوالو ته به د هغوی په اصلي ځایونو او یا اړوندو زونونو کې ځمکه ورکړل شي.
د کور او ښارجوړونې وزارت ویاند، کمال افغان په دې اړه وايي: «د ښار جوړونې او استوګنې وزارت به د هغه نوملړ لمخې چې کورنۍ له کوم ولایت وي، په هماغه ولایت کې یوه جریب ځمکه د اوسېدو لپاره ورکړي. البته په هغه ولایتونو لکه نورستان او ورته سیمې کې چې د کډوالو د بېرته راګرځېدونکو لپاره د ښارګوټي جوړولو لپاره ځمکه نه وي، هغوی ته به په اړوند زون کې په نورو ولایتونو کې ښارګوټي جوړ کړو.»
د ځمکو په وېشلو سره د دغو کډوالو ستونزې تر کومه بریده کمېدای شي؟ او د هغوی د کورنیو د اقتصادي ودې لپاره باید کوم کارونه ترسره شي.
د اقتصادي چارو شنونکی، عبدالنصیر رښتیا وايي: « که د دوی لپاره کاري فرصتونه برابر نه شي او همدارنګه د سرپناه په برخه کې حکومت او نړۍوالې ادارې له دوی سره همکاري ونه کړي، نو هغوی به بیا ناقانونې کډوالۍ ته مخه کړي.»
د کور او ښار جوړونې وزارت له لوري تثبیت شوې ځمکې په کابل، غزني، ارزګان، فراه، کندهار، جوزجان، سمنګان، بامیان او پنجشېر ولایتونو کې په پام کې نیول شوي دي.
په دې اړه مو اندونه