په قطر کې د سرپرست حکومت د سیاسي دفتر رییس سهیل شاهین له اروپایي هېوادونو او امریکا غوښتي چې په کابل کې خپل سفارتونه بېرته پرانیزي.
ښاغلي شاهین طلوعنیوز ته ویلي چې، د قطر دفتر د اروپايي هېوادونو او امریکا د سفارتونو د بیاپرانیستو موضوع تعقیبوي او د افغانستان سرپرست حکومت، له ټولو هېوادونو سره پر خپلو ملي ګټو ولاړو مثبتو اړیکو په لټه کې دی.
سهیل شاهین په دې هکله زیاته کړه:«په دې اړه په قطر کې هم د سیاسي دفتر له لارې د بېلابېلو هېوادونو سفیرانو سره، په ځلونو خبرې شوي او ورته ویل شوي دي؛ نو د همدې اصل په پام کې نیولو سره، امریکا هم کولای شي چې، په کابل کې له خپل سفارته عادي ډپيلوماټیکې اړیکې پیل کړي.»
اروپایي هېوادونو او متحده ایالتونو تل له سرپرست حکومت سره د اړیکو عادي کېدل د بشري حقونو د وضعیت له ښه کېدو، د ترهګرۍ او مخدره موادو پر وړاندې په مبارزې، د نړۍوالو ژمنو په پوره کولو او په افغانستان کې د ټولګډوني حکومت په جوړېدو پورې مشروط بللي دي. په مقابل کې، پر سرپرست حکومت د بندیزونو لېرې کېدل، له تور نوملړه د اسلامي امارت د چارواکو د نومونو ایستل او د افغانستان په کورنیو چارو کې نه لاسوهنه له نړۍ د اسلامي امارت مهمې غوښتنې دي.
د سیاسي چارو شنونکی بلال عمر طلوعنیوز ته وايي:«کله چې، حکومتونه د بشري حقونو موضوعګانو ته درناوی وکړي، د بېلګې په توګه د اساسي قانون مسئله، د زدهکړو حق او په هېواد کې دننه د بېلابېلو بنسټونو فعالیت، دا مسایل کولای شي د اړیکو په ښهوالي کې اغېز ولري.»
تر دې مخکې د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین د امریکا له راتلونکي حکومت غوښتي و چې، د افغانستان په تړاو پر خپلې تګلارې له سره غور وکړي او له سرپرست حکومت سره د اړیکو د ښه کېدو لپاره مثبت ګامونه پورته کړي.
په دې اړه مو اندونه