د ایران د بهرنیو چارو وزات، د هرات د پاشدان بند د ابګیرۍ یا ډکولو په غبرګون کې، یو ځل بیا د ایران د حقابې تامین، د خپل هېواد مهم ماموریت بللی دی.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي وايي چې، تهران به د دې موضوع د تعقیب لپاره له ټولو امکاناتو کار واخلي او دا مسئله په افغانستان کې د دغه هېواد د سفارت د کاري لومړیتوبونو په سر کې ده.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند زیاتوي:«موږ له خپلو ټولو امکاناتو استفاده کوو. په افغانستان کې زموږ سفارت فعال دی او د سفارت سرپرست، ښاغلی بیکدلي موضوع څېړي. موږ دلته هم له خپلو ټولو امکاناتو استفاده کوو.»
د ایران او افغانستان ترمنځ د حقابې په تړاو ترینګلتیاوې له څو کلونو راهیسې روانې دي او وخت ناوخته د دواړو هېوادونو د اړیکو د خړپړتیا لامل هم شوي دي.
اسلامي امارت په دې اړه تازه څه نهدي ویلي؛ خو تر دې وړاندې یې ویلي و چې، د بارانونو د زیاتېدو په صورت کې به د ایران حقابه ورکړل شي.
د اوبو چارو کارپوه نعمت الله سردار زاده وايي:«په معاهده کې د اقلیم په هکله په څرګنده لیکل شوي؛ طبیعي ده کهچېرې وچکالي وي، اوبه کمېږي، په دغه صورت کې افغانان نهشي کولای چې، اوبه پوره کړي. زموږ ګاوڼدی هېواد باید شور ماشور ونهکړي.»
د افغانستان او ایران ترمنځ د اوبو تړون په ۱۳۵۱ لمریز کال کې د افغانستان د وخت د لومړي وزیر موسی شفیق او د ایران د پخواني لومړي وزیر امیرعباس هویدا ترمنځ لاسلیک شو؛ د دغه تړون له مخې، د اوبو د شتوالي په صورت کې به افغانستان په هره ثانیه کې ایران ته ۲۶ متر مکعب اوبه ورکوي.
په دې اړه مو اندونه