Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

"محدودیتونه ښځو او ماشومانو ته د روغتیايي مرستو د رسولو بهیر اغېزمن کوي"

د یوناما سیاسي مرستیاله جورجټ ګانیون په افغانستان کې پر ښځو او نجونو ورځ تر بلې پر زیاتېدونکو محدودیتونو اندېښنه ښودلې ده.

مېرمن ګانیون له طلوع‌نیوز سره په ځانګړې مرکه کې د خپل ماموریت رول د نړۍوالې ټولنې او اوسنیو واکمانانو ترمنځ د ارتباطي پل په توګه بللی دی.

جورجټ ګانیون همدارنګه ویلي چې، یوناما د سر‎پرست حکومت د رسمیت پېژندنې او په ملګرو ملتونو سازمان کې د افغانستان د څوکۍ د سپارلو واک نه‌لري.

د یوناما سیاسي مرستیاله زیاتوي:«ښه لومړی مورد چې، ډېر مهم دی دا دی چې، یوناما له هېڅ هېواد سره د رسمیت پېژندنې لپاره د معاملې او منځګړیتوب صلاحیت نه‌لري، دا د ملګروملتونو سازمان د غړو چې شمېر یې ۱۹۳ هېوادونو ته رسېږي او د ملګروملتونو عمومي مجمع تشکیلوي صلاحیت دی. همدا هېوادونه کولای شي د دې لپاره چې، کوم هېواد په رسمیت وپېژندل شي که نه د ډاډ وړ له یوې لارې پرېکړه وکړي، په همدې ترتیب دا داسې مورد نه‌دی چې، ملګري ملتونه وکړای شي ترسره یې کړي.»

اغلې ګانیون په هېواد کې د نجونو او ښځو لپاره شرایط د اندېښنې وړ ګڼي او زیاتوي چې، د داسې وضعیت دوام به د سخت بدلون په لور حرکت وي. نوموړې زده‌کړو او کار ته د نجونو او ښځو د لاسرسي د ستونزو د حل په برخه کې وایي که د دغې موضوع د حل په برخه کې هڅې هم روانې وي باید دا هڅې چټکې شي.

جورجټ ګانیون وايي:«دا ډول بندیزونه په هېواد کې ښځو او نجونو ته د روغتیايي مرستو د رسولو لړۍ اغېزمنوي، البته نه یوازې ښځې، بلکې د ټولنې ټول وګړي چې، بشري مرستو ته اړتیا لري، دا یو ډېر جدي وضعیت دی او دا کولای شي په ټول هېواد کې ښځو، نجونو، ماشومانو او خلکو ته په مرستې رسونه کې د ځنډ لامل شي او دغه‌راز د انکشاف مسئله به اغېزمنه کړي.»

زده‌کوونکې شیلا په دې هکله طلوع‌نیوز ته وویل:«څه باندې درې کاله کېږي چې، د نجونو پر مخ ښوونځي تړلي دي او له اسلامي امارته زموږ غوښتنه یوازې دا ده چې، ټول ښوونځي او پوهنتونونه د افغان نجونوپر مخ پرانیزي.»

د ښځو د حقونو فعاله تفسیر سیاه پوش هم وايي:«د دې په هیله چې، پاملرنه وشي په ځانګړې توګه د ښوونځي او پوهنتونونو دروازې ژر تر ژره د ښځو پر مخ پرانیستل شي.»

میرمن ګانیون په دې مرکه کې په روان زیږدیز کال کې د ملګروملتونو او مرستندویه ټولنو له لوري د مرستو له دوامه هم ډاډ ورکوي.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه