Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

بریټانیوي سرتېری: ځانګړو ځواکونو افغانستان کې ملکي وګړي په نښه کول

د بریټانیا د هوايي ځواکونو یوه سرتېري په "افغانستان کې د جنګي جنایتونو عمومي څېړنو" ته ویلي، د دغه هېواد ځانګړو ځواکونو افغانستان کې تر ۱۶ کلنو کم عمره ولسي وګړي نښه کړي دي.

دغه سرتېری چې په مستعار هویت پېژندل کېږي، ویلي یې دي چې، د بریټانیا ځانګړو ځواکونو به په خپلو عملیاتو کې د ټولو د موخه ګرځولو له کړنلارې ګټه اخیسته.

تلګراف په دې اړه یوه راپور کې ویلي: « هغه افشا کوونکي چې، یوازې د N1799 په کوډ پېژندل کېږي، څېړنو ته ویلي، نوموړی باور لري چې، د بریټانیا ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې د ټولو د موخه ګرځولو له کړنلارې ګټه اخیستې.»

د پوځي چارو شنونکي، زلمي افغانیار و ویل: « یوازې انګریزانو نه، بلکې ټولو ۴۷ هېوادونو چې، د اروپایي ټولنې په نوم افغانستان کې وو، جنګي جرمونو ترسره کړي دي. د جرمونو نړۍواله محکمه باید د دې لپاره کمېسیون جوړ کړي، څو څېړنې وشي. د غرامت سربېره دې نړۍوالو محکمو ته وړاندې شي.»

تر دې وړاندې ګارډین ورځپاڼې په یوه راپور کې ویلي و چې، بریټانیوي ځواکونو له ۲۰۱۰ تر ۲۰۱۳ کلونو پورې په هلمند کې د ماموریت پر مهال لږ تر لږه ۸۰ افغانان وژلي دي.

دغه راپور کې راغلي و چې، یوازې یوه بریټانیوي سرتېري هلمند کې د خپل شپږ میاشتني حضور پر مهال ۳۵ ملکي افغانان وژلي دي.

د جنګي جنایتونو د قرباني خپلوان، جمعه ګل طلوع‌نیوز ته و ویل: « درېیم بم مې کور وران کړ؛ دوه زامن مې شهیدان شوي او لور مې ټپي شوې، ټوټه شوي، دې ټولې نړۍ لیدلي.»

د جنګي جنایتونو د قرباني خپلوان، خان محمد و ویل: « موږ له نورو هېوادونو غواړو چې دوی محکمه کړي او له دوی سره حساب وکړي.»

افغانستان کې د ۲۰۲۰ کال په ډسمبر کې د بریټانیوي پوځیانو د جنایتونو په اړه څېړنې وروسته له هغې پیل شوې چې د بریټانیا دفاع وزارت په افغانستان کې د خپلو پوځیانو د جنایتونو د راپور په تړاو تر څو کلن مقاومت وروسته اجازه ورکړه چې، په دې اړه خپلواکې څېړنې وشي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه