افغان کډوالو سره د پاکستاني پولیسو د ناسم چلن او جبري ایستلو په دوام، اسلامي امارت له اسلام اباد غواړي چې، له دغه هېواده د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ و دروي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویاند په پاکستان کې له مېشتو افغانانو غواړي چې، په خپله خوښه هېواد ته راستانه شي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویاند، عبدالمطلب حقاني و ویل: « له پاکستانه غواړو چې افغان کډوالو سره له زغم کار واخلي او له کډوالو سره دې روان ناوړه چلن پایته و رسوي. دغه راز له خپلو کډوالو وروڼو هم غواړو چې په خپله خوښه هېواد ته راستانه شي.»
له دې سره سم، په پاکستان کې مېشت افغانان وايي، د دغه هېواد د پولیسو له لوري د ناسم چلن له امله د شپې لخوا هم په ارامه خوب نشي کولی.
پاکستان کې د افغان کډوالو مدافع وکیل صدیق کاکړ و ویل: « پاکستاني پولیسو کراچۍ کې افغانان نیولي او ورته یې ویلي چې، درېیم هېواد ته نشي تللی.»
پاکستان کې افغان کډوال، ظاهر بهان و ویل: « تېرو درېیو یا څلورو ورځو کې سلګونه افغان کډوال د پاکستاني پولیسو له لوري نیول شوي او ډېری یې ډیپورټي مرکزونو ته لېږدول شوي دي.»
دغه هېواد کې ځینې افغان زده کړیالان هم د ویزو غځولو په برخه کې له ستونزو سره مخ دي.
پاکستان کې افغان زده کړیال محمد رضا و ویل: « اوس دومره بندیزونه لګېدلي چې، پاکستان له ۴۵ ورځو ډېر وخت لپاره ویزې هم نه غځوي او دا د ټولو افغان کډوالو لپاره ستره ننګونه ده.»
تر دې وړاندې په پاکستان کې د اسلامي امارت سفیر د پاکستان د حکومت له لوري د ۸۰۰ افغان کډوالو له نیولو خبر ورکړی و.
په دې اړه مو اندونه