Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

نجونې یو ځل بیا د زده کړو د زمینې برابرېدو غوښتنه کوي

په هېواد کې د نجونو زدکوونکو نا روښانه برخلیک او نه ترلاسه کېدونکې هیلې.

څه باندې درې کاله کیږي چې نبینه ښوونځي ته له تګه بې برخې ده او وايي که د ښوونځیو دروازې پرانېستې وای اوس به د لسم ټولګي زدکوونکې وه.

زدکوونکې، نبینه وايي: د اسلامي همکاریو له سازمانه زموږ غوښتنه دا ده چې د نجونو د ښوونځيو په اړه جدي پرېکړې وکړي. د نجونو ښوونځي په خپل بحث کې شامل کړي. 

زدکړیاله، آرزو هم وايي: زه له اسلامي امارته یوازې په عاجزانه توګه غواړم چې دغه غوښتنې واوري او د ښځو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې ژر تر ژره پرانیزي.

دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې تر راتلونکو څو ورځو د اسلامي همکاریو سازمان د پاکستان په پلازمېنه اسلام آباد کې د اسلام له نظره د ښځو د زدکړو په اړه غونډه وکړي.

د ښځو حقونو فعاله، تفسیر سیاه پوش په دې اړه وايي: د اسلامي امارت د استازي ترڅنګ دې یوه ښځه هم چې اوس یې پر مخ ټولې دروازې تړلې شوې دي او د اسلامي چوکاټ په رڼا کې خپلې غوښتنه نړۍ ته وړاندې کړي.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې د دغې ناستې موخه په ټوله نړۍ کې به مسلمانو ټولنو کې د نجونو د زدکړو او کار په برخه کې پر ستونزو بحث دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې یوه برخه کې راغلي چې: (په دې کنفرانس کې به د ۴۴ مسلمانو او دوستو هېوادونو د وزيرانو، سفيرانو، ساينس پوهانو او د يونيسکو، يونيسف او نړيوال بانک په ګډون د نړيوالو سازمانونو د استازو په ګډون ۱۵۰ نړيوال شخصيتونه ګډون وکړي.)

د سیاسي چارو شنونکی، سلیم پیګیر هم وايي: په هره غونډه کې چې د افغانانو په اړه بحث کیږي باید د اسلامي امارت استازی حضور ولري او طبیعي ده چې هغوی باید د اسلامي امارت استازی ور و بولي.

اسلامي امارت تر اوسه په دغه ناسته کې د ګډون او نه ګډون په اړه څه نه دي ویلي.

دغه کنفرانس په داسې حال کې جوړیږي چې په هېواد کې د نجونو پر مخ د ښوونځیو له بندیدو څه باندې یو زرو ۲۰۰ ورځې او د پوهنتونو له بندیدو څه باندې ۷۵۰ ورځې تیریږي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه