په متحده عربي اماراتو کې د یو شمېر هېوادونو له استازو سره د امیرخان متقي د لیدنو دوام.
ښاغلي متقي د هند د بهرنیو چارو وزیر له مرستیال سره په کتنه کې یو ځل بیا ډاډ ورکړی چې له افغانستانه هیڅ هېواد ته خطر نشته.
د هند د بهرنیو چارو وزیر مرستیال په دغه لیدنه کې وویل چې دغه هېواد له افغانستان سره د سیاسي او اقتصادي اړیکو د پراختیا غوښتونکی دی.
د بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو رییس، ضیا احمد تکل وايي: د بهرنیو چارو وزیر هندي لوري ته ډاډ ورکړ چې له افغانستانه هیچاته خطر نشته او د ډيپلوماټیکو اړیکو د لوړولو، د سوداګرو او ناروغانو او محصلینو د ویزو اړوند د اسانتیاو د رامنځته کولو هیله یې څرګنده کړه.
د سیاسي چارو شنونکی، زلمی افغانیار په دې اړه وايي: ابوظبۍ ته د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست سفر یو مثبت ګام دی، هغو چارواکو سره یې هم خبرې شوي او هندي چارواکو سره یې هم کتلي دي او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې په تېرو درې نیمو کلونو کې ښې اړیکې غوښتلې دي.
امیر خان متقي د عربي متحده اماراتو له بهرنیو چارو وزیر سره هم په لیدنه کې د سیمه ییزو مسایلو، اقتصادي همکاریو د پراختیا او دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزې کچې د لوړولو په اړه خبرې کړې دي.
ښاغلي تکل څرګنده کړه چې: د هېواد د بهرنیو چارو وزیر له امارتي لوري و غوښتل چې افغانانو ته د ویزې د ورکړې په برخه کې اسانتیاوې راشي او افغان حکومت چمتو دی چې د پروسې د ښه پلي کېدو په برخه کې خپل رول ولوبوي.
د اقتصادي چارو شنونکی، محمد نبي افغان بیا وايي: زموږ لپاره متحده عربي امارات او هند دواړو غټ بازارونه دي. که وګورئ ښه کیفیت لرونکي توکي هلته خرڅیږي. تر ډېره بریده زموږ مېوه د دوی بازار ته جوړه ده.
دا په داسې حال کې ده چې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د دوشنبې په ورځ ناوخته د یو پلاوي په مشرۍ د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا، اقتصادي همکاریو او ځینو نورو مسایلو په تړاو خبرو لپاره عربي متحده اماراتو ته سفر وکړ.
په دې اړه مو اندونه