د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له یوې میاشتې بې برخلیکۍ وروسته، د اسلامي امارت د مشر د فرمان له مخې، د رئیس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د دغه وزارت سرپرست وګومارل شو.
د سیاسي چارو شنونکی، جبار اکبري وايي: عزل او نصب په نظامونو کې معمول موضوع ده. یو ځي او بل یې پر ځای ټاکل کیږي. خو ګومارنې باید داسې وي چې ملي ګټو ته پکې پام وشي او له ملي ارزښتونو پکې دفاع وشي.
که څه هم چې د اسلامي امارت مشر مولوي عبدالکبیر د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د سرپرست په توګه ګومارلی، خو تر اوسه څرګنده نه ده چې څوک به د رئیس الوزرا د سیاسي مرستیالۍ مسوولیت پر غاړه واخلي.
د اسلامي امارت ویاند، ذبیح الله مجاهد په دې اړه وايي: د رییس الوزرا په مرستیالۍ کې بدلون او د کډوالو د وزیر په توګه د مولوي عبدالکبیر ټاکنه یوه عادي حکومتي بهیر دی او د چارو د ښه سمون په موخه دا کار شوی دی. دا داسې کومه موضوع نه ده چې نوې وي، د اسلامي امارت چارواکي ورسره بلد نه وي او یا کومه بله مانا ولري.
په تېره یوه اوونۍ کې په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر رییس سهیل شاهین په دغه هېواد کې د اسلامي امارت د سفارت د سرپرست په توګه او د دغه سفارت مخکینی سرپرست محمد نعیم د بهرنیو چارو وزارت د اداري معین په توګه ګومارل شوي دي.
د سیاسي چارو شنونکی، فضلالرحمان اوریا بیا په دې اړه وايي: شاهین صیب یو ښه ډیپلوماټ او ولسي سړی دی. زه په دې باور یم چې نوې دنده به یې او یا هغه به خپله نوې دنده کې ډېر اغېزناک تمام شي.
مولوي عبدالکبیر د پکتیکا اصلي اوسېدونکی دی او د بغلان ولایت د نهرین ولسوالۍ د ځدراڼو تنګي په کلي کې زېږېدلی دی. هغه د اسلامي امارت په لومړۍ دوره کې د لوګر او ننګرهار د والي په توګه کار کړی او د ختیځ زون د تنظیمه رییس په توګه یې هم دنده ترسره کړې ده.
په دې اړه مو اندونه