Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

مسعود پزشکیان له افغانستانه د ایران د حق‌ابې د مسئلې پر تعقیبولو ټينګار وکړ

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان تېره ورځ (جمعه) په یوې ټلوېزیوني مرکه کې ویلي، له افغان حکومته د ایران د حق‌ابې د ترلاسه کولو لپاره د خپل هېواد له چارواکو سره خبرې اترې کوي.
 
ښاغلي پزشکیان په دغې مرکه کې، افغانستان یې د ایران ورور بللی او ویلي یې دي چې، د سیستان و بلوچستان والي او د ایران د انرژۍ وزیر د حق‌ابې موضوع تعقیبوي.

له دې سره هم‌مهاله، د ایران د انرژۍ وزیر هم سیستان و بلوچستان ته د سفر پر مهال ټینګار کړی چې، د افغانستان له سرپرست حکومت سره به د تعامل او خبرو له لارې خپله حق‌ابه ترلاسه کړي.  

د ایران د انرژۍ وزیر عباس علي ‌آبادي په دې هکله ویلي:«د ډېرو مهمو مسایلو له ډلې، له ګاونډي هېواد سره د تعامل بحث دی. زه بېلابېل مسایل تعقیبوم.»

اسلامي امارت د ایران د ولسمشر او د انرژۍ وزیر د دغو څرګندونو په تړاو څه نه‌‌دي ویلي.  

د اوبو د مدیریت د چارو کارپوه نجیب‌الله سدید په دې هکله وايي:«ایران په تېرو درې کلونو کې د هلمند له سینده په کافي اندازه اوبه ترلاسه کړې؛ خو دا چې، دغه اوبه د پروتوکول پر بنسټ نه‌وې؛ یعنې د ایراني کمیساریانو لاسلیکونه نه‌دي اخیستل شوي، له همدې امله تراوسه د ابهاماتو دریځه پرانیستې ده. نو زموږ وړاندیز دا دی چې، د اوبو د ډنډولو ځایونه دې جوړ شي، د دهراوود بحث شمېرې دې شریکې کړل شي چې، د پروتوکول پر بنسټ له دغه هېواد ته اوبه ورکړل شي.»

څو ورځې مخکې، د ایران د بهرنیو چارو وزارت د هرات د پاشدان بند د کاسې ډکولو او ایران ته د ورتلونکو اوبو د محدودېدو په تړاو اندېښنه څرګنده کړې وه؛ خو د ریاست‌الوزرا مخکیني سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د ایران د بهرنیو چارو وزارت د دغو څرګندونو په غبرګون کې ویلي و چې، د دواړو هېوادونو ترمنځ د حق‌ابې په اړه هوکړې شوې او په دې تړاو به د ایراني چارواکو له لوري غیرمسوولانه څرګندونې د دواړو هېوادونو پر اړیکو منفي اغېز وکړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه