Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په پاکستان او ایران کې د افغان کډوالو د نیولو او ایستلو بهیر دوام

په پاکستان کې ځينې مېشت افغان کډوال طلوع‌نیوز ته وايي چې، لا هم په دغه هېواد کې د افغان کډوالو د نیولو او همداراز په جبري توګه د ایستلو بهیر دوام لري.

د دوی په وینا، د دې سربېره د ویزې د تمدیدېدو په برخه کې هم له ستونزو سره مخ دي او اوس د ویزې د ۳ او ۶ میاشتنۍ تمدیدېدو پر ځای یوه میاشت تمدیدېږي او ډېری یې د تمدیدېدو د پیسو د ورکړې وس نه‌لري.

پاکستان کې افغان کډوال محمد رضا په دې هکله طلوع‌نیوز ته وايي:«ډېر لګښت او کم وخت، ټول افغانان او کډوال سره ننګونو سره مخ کړي دي؛ ځکه هېڅوک د دغه ډېر لګښت د پرې کولو وس نه‌لري.»

پاکستان کې بل افغان کډوال عتیق‌الله منصور هم وویل:«اوس هم د اسلام‌اباد او راولپنډۍ په ځينو برخو کې، د پاکستان د پولیسو له لوري، د افغان کډوالو نیونې او جبري ایستنې روانې دي.»

بلخوا، په ایران کې مېشت یو شمېر افغان کډوال هم وايي چې، په دغه هېواد کې هم د افغان کډوالو د نیونې او همداراز په زوره د ایستنې بهیر دوام لري او د دې سربېره له نورو ستونزو سره هم مخ دي.

ایران کې افغان کډوال اسدالله زائري وايي:«د کار له ځایه نیول کېږي او د افغانانو د ساتنې ځانګړو ځایونو ته وړل کېږي. دا وضعیت پر دغو کسانو له روحي، رواني او اقتصادي پلوه ننګونې او ستونزې تحمیلوي.»

له څه باندې دوو اوونیو راهیسې په جبري توګه له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو کچه لوړه شوې او ورسره هم مهاله د بښنې د نړۍوال سازمان په ګډون ځینو نړۍوالو سازمانونو له پاکستانه غوښتي چې، په جبري توګه د افغان کډوالو د ایستلو بهیر ودروي.

د پوهنتون استاد بلال عمر په دې هکله طلوع‌نیوز ته وویل:«هغه موضوع‌ګانې چې، په کډوالو پورې اړوندېږي، غیرسیاسي دي او دا باید پر سیاسي او نظامي مسایلو اغېز ونه‌کړي.»

ډېری افغان کډوال په پاکستان او ایران کې شپې او ورځې تېروي او هر کله له یادو هېوادونو سره د شخړو د راپورته کېدو پر مهال تر ډېره همدغه کډوال اغېزمنېږي.

سره له دې چې، په ګاونډیو هېوادونو کې د افغان کډوالو ستونزو ته پر رسېدنې ټینګار شوی؛ خو لا تر اوسه د یادو کډوالو د وضعیت د ښه‌والي لپاره څه اغېزناک کار نه‌دی شوی.

د دوی په وینا، د دې سربېره د ویزې د تمدیدېدو په برخه کې هم له ستونزو سره مخ دي او اوس د ویزې د ۳ او ۶ میاشتنۍ تمدیدېدو پر ځای یوه میاشت تمدیدېږي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه