د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي په کابل کې د سعودي عربستان له سفیر سره په کتنه کې، د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا او په هغه هېواد کې مېشتو افغانانو ته د کونسلي خدمتونو پر وړاندې کولو خبرې کړې دي.
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست په دغې کتنه کې له سعودي عربستانه غوښتي چې، د افغانانو لپاره د حج او عمرې ونډه زیاته کړي او په سعودي عربستان کې مېشتو افغانانو ته د کونسلي خدمتونو په وړاندې کولو کې همکاري وکړي. امیرخان متقي د افغانستان او سعودي عربستان اړیکې ارزښتناکې او تاریخي بللې دي.
د بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو مسوول ضیا احمد تکل په دې هکله وايي:«هغه ټینګار وکړ چې، د دواړو هېوادونو ترمنځ د پلاوو تبادله باید زیاته شي، همدارنګه د بهرنیو چارو وزیر غوښتنه وکړه چې، د سعودي حکومت د افغانانو لپاره د حج او عمرې په کوټه کې باید زیاتوالی راولي او همدا راز په سعودي کې د مېشتو افغانانو ته د کونسلي خدمتونو په رسولو کې هم مرستې ترسره کړي.»
شل ورځې مخکې په افغانستان کې د سعودي عربستان سفارت خپل ډيپلوماټیک فعالیتونه بېرته پیل کړل.
خو له عربي هېوادونو په ځانګړي توګه سعودي عربستان سره د تعاملاتو ډېرېدل، د اسلامي امارت د رسمیت پېژندنې په برخه کې څومره مهم دي؟
د سیاسي چارو شنونکی امانالله هوتکي طلوعنیوز ته وايي:«له مسلمانو هېوادونو سره زموږ اړیکې ګټورې دي. کهچېرې اسلامي هېوادونه موږ سره لاس راکړي، زموږ حکومت به هم په رسمیت وپېژندل شي.»
د پوهنتون استاد ناصر شفیق هم وویل:«سعودي عربستان په نړۍوالو قضیو کې له امریکا سره په موازي قطب دریځ غوره کوي او بلخوا افغانستان د یوه اسلامي هېواد په توګه، ډېرو کونسلي خدمتونو ته اړتیا لري؛ ځکه چې، د حج او عمري مناسک هم په سعودي عربستان کې دي.»
دا په داسې حال کې ده، چې تېره اوونۍ د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي متحده عربي اماراتو ته سفر وکړ او هلته یې د هند د بهرنیو چارو د وزیر له مرستیال، د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو له وزیر او د دغه هېواد د اقتصاد له وزیر سره پر اقتصادي او سیاسي مسایلو خبرې وکړې.
په دې اړه مو اندونه