د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویلي چې، په پاکستان کې، د افغان کډوالو د وضعیت په هکله، له پاکستان او د ملګرو ملتونو د کډوالو له څانګې سره درې اړخیزه غونډه جوړوي.
دغه وزارت همدارنګه زیاته کړې چې، په تېرو دوو اوونیو کې څه باندې ۲۰۰ افغانان هېواد ته راستانه شوي دي.
د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني د دغې غونډې په هکله وايي:«همدا راز د درې اړخیزې ناستې لپاره چې، د افغانستان، پاکستان او د یواېنسياچار ادارې ترمنځ کېږي، د دې په هکله هم هوکړه شوې؛ خو تراوسه یې ورځ نهده ټاکل شوې، دغه غونډه به په نږدې وخت کې جوړه شي.»
د کابل او اسلام اباد ترمنځ د اړیکو ترینګلتیا په پاکستان کې پر افغان کډوالو فشارونه زیات کړي دي.
په تېرو څوارلسو ورځو کې د افغان کډوالو د اېستلو، نیولو او له هغوی سره د ناوړه چلند بهیر زور اخیستی دی.
له دې سره هممهاله د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مسوولان په پاکستان کې د کډوالو له اتشې سره د افغان کډوالو د استازو د کتنې خبر ورکوي. په دې کتنه کې په پاکستان کې د افغان کډوالو د شته ستونزو په تړاو خبرې شوي او مسوولانو ویلي چې، دغه مسایل به د پاکستان له جګپوړو چارواکو سره شریک کړي.
د کډوالو د حقوقو فعال احسانالله احمدزی په دې هکله طلوعنیوز ته وايي:«پاکستان او افغانستان حکومت ته په کار ده چې، په ګډه دغو ستونزو ته یوه تګلاره جوړه کړي چې، د افغانانو دغه ستونزې ژر تر ژره پای ته ورسېږي.»
بل پلو، په پاکستان کې ځينې افغان کډوال په دغه هېواد کې د افغان کډوالو د ایستلو او نیولو له بهیره شکایت کوي.
پاکستان کې افغان کډوال نصیر بیات په دې هکله طلوعنیوز ته وویل:«د پاکستان له دولته مې غوښتنه دا ده چې، څلوېښت کاله یې له موږ کوربتوب وکړ او اوس هم په دغو سختو شرایطو کې دلته یو، هیله ده موږ له دې ځایه مهباسئ.»
پاکستان کې افغان کډواله وحیده غلامي هم وايي:«په پاکستان کې افغانان د ویزې له نهتمدیدېدو له ستونزې سره مخ دي. د ویزې نهتمدیدېدل د دې لامل کېږي چې، پاکستاني پولیسو افغانان په جبري توګه وباسي، موږ له ملګرو ملتونو او د بشري حقونو له بنسټونو هیله کوو چې، پر دغې موضوع خبرې وکړي.»
د پاکستان او اسلامي امارت ترمنځ د ترینګلتیاوو او شخړو له زیاتېدو وروسته، پاکستان د جنورۍ میاشتې له پیلېدو راهیسې په دغه هېواد کې د افغان کډوالو د ایستلو بهیر چټک کړی دی.
په دې اړه مو اندونه