د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي نن (چهارشنبې، د مرغومې پر ۲۶مه) د اقلیمي بدلونونو په ملي غونډه کې، د نړۍ له هېوادونو غوښتي چې، د اقلیمي بدلونونو مسئله سیاسي نهکړي.
ښاغلي ستانکزي همدارنګه په افغانستان کې د هېوادونو له لوري، د کېمیاوي وسلو کارونه د هېواد د چاپېریال لپاره زیانمنونکې بللې ده.
د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال زیاتوي:«دوی د افغانستان نه یوازې خلک، د افغانستان زراعت، د افغانستان چاپېریال، د افغانستان سړکونه، د افغانستان کانونه، د افغانستان اوبو ته دې ټولو ته یې زیان ورسوه.»
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې سرپرست ټینګار وکړ چې اقلیمي بدلون نه یوازې طبیعي سکټور، بلکې د هېواد اقتصاد هم اغېزمن کړی دی.
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې سرپرست مطیعالحق خالص وايي:«افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه دی چې، په دې برخه کې نړۍوال ورسره د مور او میرې چلند کوي او زموږ حقوق یې ګرځولي دي.»
د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبداللطیف نظري څرګندوي:«هغه څه چې په دغې برخه کې مهم دي، دا دي چې، بندیزونه لرې کړل شي، محدودیتونه دې لهمنځه یوړلی شي څو بنسټونه او موسسې وکړای شي له بېلابېلو ادارو له هغې ډلې، د چاپېریال ساتنې ملي اداره هر اړخیزه همکاري ولري.»
ورته مهال، د ملګرو ملتونو یا یوناما رییسه رزا اوتونبایوا زیاته کړه، افغانستان د هغو لسو هېوادونو په ډله کې دی چې، د اقلیمي بدلون له امله تر ټولو ډېر زیانمن شوي او ښځې او ماشومان هم ترې اغېزمن شوي.
رزا اوتونبایوا وویل:«د یوناما په استازیتوب، زه ژمنه کوم چې، د اقلیمي بدلون موضوع به په اجنډا کې واچوم او د غونډې د رابللو لپاره خپل ملاتړ او هڅو ته دوام ورکړم. موږ به د افغانستان لپاره د اقلیم بودیجه تعقیب کړو او د خنډونو په کمولو کې به مرسته وکړو.»
د یوناما د پراختیايي پروګرام مرستیاله رویل سکروجي هم وايي:«کله چې، طبیعي ناورین پېښېږي، همدا ښځې او ماشومان دي چې، تر ټولو زیات زیان ویني. نو اجازه راکړئ موږ هم هڅه وکړو کله چې، د اقلیم د تطابق، د اقلیمي بدلون، د اقلیم د سټراټېژیو په اړه خبرې کوو په دې طرحو کې د ښځو ګډون هم وهڅوو.»
د دې غونډې په پای کې یو پرېکړهلیک هم صادر شو چې نړۍواله ټولنه باید له اقلیمي بدلون سره د مبارزې په برخه کې خپل مکلفیتونه پوره کړي او په مالي برخه کې د همکارۍ ترڅنګ دې افغانستان ته تاوان ورکړي.
په دې اړه مو اندونه