د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزی هېواد کې د اوبو مدیریت او د اوبو د بندونو جوړول مهم یادوي.
شېر محمد عباس ستانکزي زیاته کړې چې، د وچکالۍ مخنیوي لپاره باید د هېواد شته اوبه په ښه توګه مدیریت شي او په خبره یې، د اوبو او انرژۍ وزارت باید د اوبو د بندونو جوړولو ته جدي پام وکړي.
د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال و ویل: « تاسو ګورئ چې افغانستان کې هره ورځ د اوبو کچه ټیټیږي او هېواد د اوبو له کمښت سره مخ دی. که خپلې اوبه مهار نه کړو او پرېږدو یې چې، نورو هېوادونو ته لاړې شي، دا به موږ ته زیان ورسوي. داسې ورځ به راشي چې ټول افغانستان کې به د څښاک اوبه نه وي.»
د اوبو مدیریت او د بندونو جوړول تر کومه حده په هېواد کې د اوبو د کمښت ستونزه حل کولای شي؟
د اقتصادي چارو شنونکي محمد اصف ستانکزي و ویل: « دغه راز پروژو سره ملي اقتصاد پیاوړی کیږي، کاري فرصتونه رامنځته کیږي او د افغانیو ارزښت لوړیږي.»
د اقتصادي چارو بل شنونکي عبدالغفار نظامي و ویل: « د افغانستان اوبه باید په سمه توګه مهار شي؛ ځکه دا مهال هېواد اوبو ته بېړنۍ اړتیا لري.»
د ایران د پارلمان د بهرني سیاست او ملي امنیت د کمیسیون یوه غړي تر دې وړاندې ویلي و چې، اسلامي امارت ډیپلوماسي او د اوبو تړونونه نه مراعتوي او ټینګار یې کړی و چې، حقابه اخیستل کیږي ورکول کیږي نه.
په دې اړه مو اندونه