Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د غزې له اوربنده د یو شمېر ولایتونو اوسېدونکو هم هرکلی وکړ

د هېواد د یو شمېر ولایتونو اوسېدونکو نن (پنجشنبه) واټونو ته په راوتلو سره په غزه کې له اوربنده ملاتړ وکړ.

دوی وايي، د غزې اوسېدونکي په تېر شاوخوا یو نیم کال کې له زیاتو ستونزو او کړاونو سره مخ وو.

د پکتیا او غزني ولایتونو ځینو اوسېدونکو د فلسطین بیرغ پورته کولو سره د غزې له خلکو سره خواخوږي څرګنده کړه او له اسلامي هېوادونو یې د یووالي غوښتنه وکړه.

د پکتیا اوسېدونکی، عبدالمتین حماد وايي: د فلسطین مظلوم ولس له یوې نیمې کلنې جګړې وروسته، یوې عظیمې بریا او فتحې ته ورسېده.  

د غزني اوسېدونکی، محمد اسماعیل هم وايي: خدای دې وکړي چې له دغه اوربنده د فلسطین مظلوم ولس ته یوه هوساېنه پیدا شي. 

د هرات ځینو اوسېدونکو هم د شعارونو په لاس کې نیولو سره په غزه کې د اوربند له ټینګښت څخه هرکلی وکړی او د فلسطین له خلکو سره یې خپل پیوستون څرګند کړ.

د هرات اوسېدونکی، عبدالرحیم کریمي په دې اړه وايي: د فلسطین مظلوم ولس چې پر سر یې د ظالم صهونیست نظام له لوري هیڅ ډول ظلم دریغ شوی نه دی، خدای دې وکړي چې له دغه حالته وژغورل شي.

بل پلو د پلازمېنې کابل او خوست ولایت ګڼ اوسېدونکي د غزې تړانګې د اوسېدونکو مبارزه او مقاومت ستايي او په دوامدار ډول د اوربند او جګړې بندښت غوښتنې لري.

کابل کې دیني عالم، شاه محمد وايي: د فلسطین د مظلوم او غورځېدلي ولس خوښي، خپله خوښي ګڼو او د غزې د وژل شویو، اندام پرې شوېو او ټوټې وجودونه لکه د خپلو اولادونو بولو نو ځکه اوس د خوښۍ احساس کوو او یوه موضوع یې ثابته کړه چې د حق او باطل په ادعا کې نړۍوالې وسلې او تجهیزات اغېز نه لري. 

د خوست اوسېدونکي، روح الله و ویل: د دې لپاره موږ راټول شویو یو چې د هغه اشغالګر نظام چې تر شا یې ټوله نړۍ ولاړه وه، د یو څو ګوتې په شمار مجاهدینو پر وړاندې نسکور شول او ماتې یې ومنله. دا د ټولې اسلامي نړۍ لپاره د خوښۍ او ویاړ ځای دی.

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت دغه اوربند د غزې تړانګې د اوسېدونکو پنځلس میاشتنۍ افسانوي مبارزې پایله ګڼي او وايي باید ډاډ ترلاسه شي چې د اسراییل رژیم خپلې ژمنې په مسوولانه ډول پلې کړي.

د غزني، پکتیا، بلخ او هرات ولایتونو اوسېدونکي واټونو ته وتلي و او د غزې د اوربند د هرکلي ترڅنګ یې د جګړې د دایمي درېدو غوښتنه هم وکړه.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه