د چمن پرلت کوونکي پاکستان د سیمې په نا امنۍ او بې ثباتیو کې پر ښکیلتیا تورنوي.
دوی وايي، پاکستان د افغانستان او د پښتنو سیمو د نا امنه کولو په موخه له جنګي ډلو ملاتړ کوي.
د چمن پرلت د مشرتابه غړی، عبدالخالق حقمل وايي: "که ټي ټي پي ده، هم د لاهور پېنډۍ پيدا ده او د دې لپاره کارول کیږي، چې پښتانه د کرښي دواړو غاړو ته وځپي او یاهم سره بېل کړي او د ډيورنډ کرښه لاندې کړي. دوی خلک سره بېلول غواړي، د افغانانو له طاقت نه ډار لري، خو دا ارمان به یې پوره نشي".
د چمن پرلت د مشرتابه غړی، اعظم خان هم وايي: "د پاکستان حکومت چاودني خپله ترسره کوي، خو په تور يې افغانان او پښتانه نيسي. پاکستان په ټولو کړنو کې خپله ښکېل دی".
پرلت کوونکي دغه راز زیاتوي چې د چمن - سپين بولدک پر دروازه د پاسپورټ او ویزې پرته د تګ راتګ غوښتنې نه منل کېدو له امله د چمن اوسېدونکي له اقتصادی ستونزو سره مخ دي او په خبره یې که وضعیت دوام وکړي، دوی به هم د خپلو اعتراضونو بڼه بدله کړي.
د چمن پرلت یو غړی، محمد ولي بیا په دې اړه وايي: پاکستان موږ ۱۵ مياشتې وږي ساتلي يوو، دلته خلک له فقر سره مخ دي او خلک بې روزګاره شوي دي. موږ مرسته نه غواړو، بلکې خپل کار غواړو".
د چمن پرلت ویاند، صادق خان اڅکزی هم وايي: "د چمن خلک غريب خلک دي، له ستونزو سره مخ دي، کښت او کرونده نلري، خو که حالت دوام وکړي موږ به خپل دریځ بدلوو".
چمن کې له تېرو څه کم دوو کلونو راهیسې پرلت روان دی.
د پاکستان حکومت تر اوسه د چمن پرلت کوونکو د غوښتنو او تازه څرګندونو په تړاو څه نه دي ویلي.
په دې اړه مو اندونه