Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

پزشکیان: د افغانستان وده او ټیکاو د ایران او تاجېکستان له ګټو سره برابر دي

د ایران ولسمشر له خپل تاجېکستاني سیال سره په ګډه خبري غونډه کې و ویل، دواړو لورو په افغانستان کې د وضعیت او د سرحدونو د امنیت ساتنې په ګډون پر سیمه ییز تحولاتو هم خبرې کړې دي.

مسعود پزشکیان همداراز ویلي، افغانستان د ایران او تاجېکستان په ګاونډ کې یو مهم هېواد دی او همداراز یې په افغانستان کې ثبات د ایران او تاجیکستان په ګټه وباله.

هغه زیاته کړې: د سیمې د ګڼو نورو مسایلو په اړه، لکه د افغانستان اړوندو مسایلو په اړه مو مذاکرات وکړل. افغانستان زموږ په ګاونډ کې یو مهم هېواد دی. د دغه هېواد وده او ټیکاو خپل ګټه بولو. د پولو امنیت موږ ته مهم دی. 

د تاجېکستان د ولسمشرۍ ماڼۍ هم په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې امام علي رحمان او مسعود پزشکیان له ترهګرۍ او نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې پر همکارۍ ټینګار کړی دی.

ټاکل شوې مسعود پزشکیان له تاجېکستان وروسته روسیې ته ولاړ شي او د دغه سفر په ترڅ کې به د نورو مسایلو ترڅنګ د افغانستان په اړه هم خبرې وکړي.

د سیاسي چارو شنونکی، محمد عمر نهضت په دې اړه وايي: څو چې موږ په سیمه کې د ترهګرۍ جرړې و نه باسو او لمنځه یې و نه وړو او اقدامات و نه کړو او څوک یې و نه ګوري، شک او تردید پیدا کيږي او ښه تصویر مو نه وړاندې کیږي او باور جوړونه نه رامنځته کیږي.

د سیاسي چارو شنونکی، نجیب الرحمان شمال هم وايي: افغانستان په سیمه کې یو سټراټيژیک او جیوپولیټیک موقعیت لري. دا هېواد کولای شي د سیمې له هېوادونو سره د ښو اړیکو په درلودلو سره د سیمې هېوادونو ترمنځ د اړیکو په یوه پل بدل شي.

د ایران ولسمشر تر دې وړاندې د برېکس غونډې په څنډه کې د هند له لومړي وزیر سره په کتنه کې په سیمه ییزو مسایلو کې له افغانستان سره د تعامل په اړه ټینګار وکړ او په افغانستان کې یې د شته ستونزو حل او د سولې او ثبات ټینګښت مهم وباله.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه