Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

پر بشري حقونو د څار بنسټ اندېښنې؛ پر افغان ښځو محدودیتونه زیات شوي

پر بشري حقونو د څار بنسټ په ۲۰۲۴ کال کې د افغانستان د وضعیت په تړاو په خپل کلني راپور کې د ښځو، رسنیو، نیونو او د افغان کډوالو وضعیت ته کتنه کړې ده.

دغه بنسټ راپور ورکړی چې په تېر زېږیز کال کې د بشري حقونو وضعیت په ځانګړې توګه د ښځو لپاره نور هم خراب شوی دی.

د بشري حقونو د څار بنسټ د راپور یوه برخه کې راغلي: «په ۲۰۲۴ کال کې د افغانستان وضعیت د طالبانو له لوري د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو پر وړاندې په ځپونکو اقداماتو سره لا خراب شو. 
افغانستان یوازینی هېواد و چې نجونې او ښځې پکې له منځنيو او پوهنتوني زده کړو منع شوې او ورسره هممهاله، د کار، حرکت، غونډو او د بیان ازادۍ په برخو کې له جدي محدودیتونو سره مخ وې.»

یوه محصله، اناهيتا په دې اړه وايي: له اسلامي امارته مو غوښتنه دا ده چې د نجونو پر وړاندې ښوونځي پرانیزي او یوازې ښوونځي نه، پوهنتونونه او کورسونه او مدرسې هم ځکه ټول یې د نجونو پر مخ تړلي  دي.

یوه بله محصله، بهشته هم په دې اړه داسې وايي: ۲۰۲۴ کال رښتیا هم زموږ لپاره خواشینی کوونکی و ځکه موږ په کور پاتې شو. نه درس ته تللی شو او نه کورس ته تللی شو، هرڅه زموږ پر مخ تړلي دي. 

د دغه راپور په یوه بله برخه کې ویل شوي چې په دغه کال کې منتقد خبریالان نیول شوي او پر رسنیو لا زیات محدودیتونه لګول شوي دي.  

د افغانستان اقتصادي ناورین د دغه راپور بله برخه ده، چې د بشري حقونو د څار بنسټ پرې تمرکز کړی او ویلي یې دي، چې اقتصادي ناورین په دغه هېواد ۲۳میلیونه کسان بشري مرستو ته اړ کړي دي.

پر بشري حقونو د څاربنسټ د راپور زیاتوي: «طالبانو دغه راز خبریالان او منتقدین نیولي او پر رسنیو یې سخت محدودیتونه لګولي دي. د افغانستان اقتصادي ناورین۲۳ میلیونه کسان د بشري مرستو ته اړ کړي دي.»

د اقتصادي چارو شنونکی، عبدالحسیب صافی وايي: د بشري مرستو پر ځای، دوی ته پکار دی چې څو په نورو برخو کې په لویو پروژو کې له دغو هېوادونو سره مرسته وکړي څو د اوږد مهال لپاره کاري فرصتونه رامنځته شي.

خو د اسلامي امارت ویاند، ذبیح الله مجاهد د دغه راپور په ردولو سره زیاتوي چې د اسلامي امارت مسوولیت د اسلامي احکامو په اډانه کې د هېوادوالو د حقونو خوندیتوب دی او هېچا ته اجازه نه ورکوي چې د خلکو پر حقونو تېری وکړي.  

 د اسلامي امارت ویاند، ذبیح الله مجاهد بیا وايي: زموږ د خویندو لپاره چې کوم اصول او ضوابط راغلي هغه د شریعت پر بنسټ دي. او موږ د ځينو ټولنیزو مسایلو د حل په لټه کې یو او د چا پر حقونو تېری نه دی شوی.

دا په داسې حال کې ده، چې نړۍ د افغانستان له سرپرست حکومت سره د اړیکو عادي کېدل د ښځو د حقونو په خوندیتوب پورې تړلي بللي دي، هغه مسأله چې اسلامي امارت  تل پر  سرپرست حکومت د فشار راوستو وسیله ګڼلې ده.   
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه