Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

روسیه: ناټو غړي هېوادونه افغانستان کې کړي جنګي جنایتونه پټوي

 د روسیې بهرنیو چارو وزارت بریټانیا او د ناټو غړي هېوادونه په افغانستان کې د دوی د ځواکونو له لوري د ترسره شویو جنګي جنایتونو پر څېړنو د محدودیتونو د لګولو او همداراز پر هغو د سترګو پر پټولو تورنوي.

تر هغې وروسته چې د برېټانیا حکومت رسنیو ته په افغانستان کې د خپلو ځانګړو ځواکونو لخوا د ترسره شویو جنګي جنایتونو په څېړنو کې د راپور ورکولو له محدودیتونو د سرغړونې په تړاو خبرداری ورکړ، اوس د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویانده بریتانیا او د ناټو غړي هېوادونه د خپلو ځواکونو د جنګي جنایتونو د څېړنو په برخه کې د محدودیتونو په لګولو او پر دغو جنایتونو د سترګو په پټولو تورنوي.

    د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویانده، ماریا زاخاروا وايي: «زه غواړم هغه څه ته اشاره وکړم چې په پټه درول کیږي. واقعي شواهد د ملکي وګړو پر وړاندې د ناټو لخوا د تر ټولو وحشیانه غچ اخیستونکو اقداماتو ښکارندويي کوي، هغه اقدامات چې له ۲۰۰۱ تر ۲۰۲۱ پورې د افغانستان د اشغال پرمهال ناټو له مجازاتو پرته ترسره کړي دي. په یو لړ تړلو څېړنو کې د بریتانیا د ځانګړو ځواکونو یوه پخواني افسر ومنله چې د بریتانیا ځانګړو هوایي ځواکونو عملاً د افغانانو د وژلو ځانګړی جواز درلود.»  

د روانې زېږدیزې میاشتې پر نهمه، د بریتانیا حکومت تر هغې وروسته رسنیو ته خبرداری ورکړ چې د دغه هېواد د ځانګړو ځواکونو د جنګي جنایتونو په تړاو نوي افشا شوي اطلاعات خپاره شول. په دغه خبرداري کې ویل شوي چې د افغانستان په تړاو د جنګي جنایتونو په څېړنو کې د راپور ورکولو محدودیتونه باید په پام کې ونیول شي.

د برېټانیا حکومت اعلامیه چې د  ۲۰۲۵ د جنورۍ ۹مه خپور شوی و: «د افغانستان اړوند خپلواکې څېړنې د ځانګړو ځواکونو د اوو شاهدانو لومړني مواد خپاره کړل چې تېر پسرلی یې په غیرعلني غونډو کې شاهدي ورکړه. دا اطلاعات د یو محدود حکم له مخې خپاره شول او رسنیو ته یې خبرداری ورکړ چې باید افراد ونه پېژني او یا داسې اطلاعات وړاندې نه کړي چې د هغوی پېژندنې لامل شي.»

 د نظامي چارو شنونکی، زلمی افغانیار وايي: «کله چې د بشري حقونو موضوع مطرح کیږي، د افغانستان ولس هم انسانان دي او باید دا موضوع وڅېړل شي.»
 
حقوقپوه، آصف فقیري په دې اړه وايي: «که د برېټانیا دا اقدام عملي شي او پلټنې ودرول شي، دا به د برېټانیا دیکتاتوري په ګوته کړي؛ خو دیکتاتوري د چا په وړاندې؟ د خپل ځان د خلکو پر وړاندې؛ ځکه دا موضوع د افغانستان پورې اړه لري، خو د برېټانیا یوې کورنۍ ادارې دا پلټنې پیل کړې دي.»

د برېټانیا ځانګړي ځواکونه له ۲۰۱۰  تر ۲۰۱۳ زېږدیزو کلونو په لړ کې په افغانستان کې په جنګي جنایتونو تورن دي، او دغه هېواد د دغو تورونو د څېړنې لپاره د ۲۰۲۳ کال د فبرورۍ په میاشت کې « د افغانستان په تړاو د خپلواکې څېړنې» په نوم یو بهیر پیل کړ.   

ماریا زاخاروا وايي، واقعي شواهد د ملکي وګړو پر وړاندې د ناټو له لوري د تر ټولو وحشیانه غچ اخیستونکو اقداماتو ښکارندويي کوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه