د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي، د اسلام آباد او کابل تر منځ اړیکې څو اړخېزې دي.
شفقت علي خان زیاتوي، د اسلام آباد او کابل تر منځ د شته ننګونو د حل لپاره د پاکستان چارواکي د اسلامي امارت له چارواکو سره په اړیکه کې دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند، شفقت علي خان په دې اړه وايي: موږ اوږدې تاریخي اړیکې لرو. موږ به کار ته دوام ورکړو څو اړیکې د امکان تر کچې ښه کړو، لکه څنګه چې باید د دوو ګاونډیانو ترمنځ وي. د ترهګرو پناه ځایونه چې هغوی ترې ګټه اخلي، د دواړو هېوادونو ترمنځ یوه له مهمو ستونزو ده. موږ به له افغان چارواکو سره تعامل ته دوام ورکړو، څو د پاکستان دې جدي اندېښنې ته رسېدنه وشي.
د سیاسي چارو شنونکی، ظهورالدین ظهیر په دې اړه وايي: یو ډول تنازل پاکستان وکړ او پر دې پوه شو چې افغانستان د یوه ازاد هېواد په توګه د چا په کورنیو مسایلو کې لاسوهنه نه کوي. د افغانستان چارواکو هم دا وښوده چې له پاکستان سره مذاکراتو ته چمتو دي. خو ټي ټي پي د پاکستان کورنۍ موضوع ده.
ښاغلی خان دغه راز د واخان د وضعیت په تړاو د یوې پوښتنې په ځواب کې وایي چې هېواد یې د افغانستان حاکمیت په رسمیت پېژني او د پاکستان له خاوزې سره د هغه د یوځای کېدو په تړاو راپورونه بې بنسټه ګڼي.
هغه زیاتوي: « واخان د افغانستان د خاورې برخه ده. افغانستان د پاکستان ګاونډی دی. موږ یې حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا په رسمیت پېژنو. هېڅ بحث نشته چې پاکستان دې د خپلو ګاونډیانو پر وړاندې کومې ځانګړې طرحې ولري. دا موضوع نه مطرح کیږي. نو زه دغه ادعا پرحدس او ګومانه ولاړه او په بشپړ ډول یې ناسمه ګڼم.»
اسلامي امارت هم له پاکستان سره د ښو اړیکو پر لرلو ټینګار کوي.
د اسلامي امارت ویاند د ټي ټي پي او امنیت مسألې د دغه هېواد کورنيۍ چارې ګڼي او زیاتوي چې په دې برخه کې د توان تر بریده هڅې کېږي.
د اسلامي امارت ویاند، ذبیح الله مجاهد وايي: د دواړو هېوادونو ترمنځ هغه اصول په پام کې و نه نیول شول چې باید وای او یو ډاډ موجود وای. د افغانستان ټي ټي پي او نور مسایل د هغوی کورني مسایل دي او موږ دومره کولای شو چې څه نا څه هڅه وکړو خو اجازه نه ورکو چې د افغانستان خاوره د هیڅ یوه هېواد پر وړاندې و کارول شي.
له دې سره همهاله، د پاکستان د جماعت اسلامي ګوند مشر وایي چې په نږدې راتلونکي کې به د پاکستان ځینې پلاوي افغانستان ته سفر وکړي.
د پاکستان د جماعت اسلامي ګوند مشر، حافظ نعیم الرحمان هم ویلي: دا د بدمرغۍ خبره ده، چې موږ د افغانستان په څېر هېواد سره هم د باور له ناورین سره مخ یو. د دې مسوولیت هغو کسانو ته ورګرځي چې له امریکا سره یې لاس یو کړ. ټول هغوی د دې مسوول دي. په هر حال دا جګړه باید اوږده نه شي او دا مسایل باید ستر نه کړای شي.»
دا په داسې حال کې ده، چې د تېرو اوونیو په لړ کې د پاکستان لخوا د افغانستان پر ځینو برخو بریدونو د دواړو هېوادونو اړیکې ترینګلې کړې دي.
په دې اړه مو اندونه