Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

تېرو ۳ کلونو کې څه باندې ۴۵ زرو راستنو شویو ته د کاري فرصتونو برابرول

له تېرو درېیو کلونو راهیسې له ګاونډیو هېوادونو څه باندې ۴۵ زره راستنو شویو هېوادوالو ته کاري زمینې برابرې شوې دي.

د دغه وزارت ویاند طلوع نیوز ته وايي چې په تېرو درېیو کلونو کې یې ۴۵زره او ۷۰۰ راستنېدونکو ته د کار زمینه برابره کړې ده.

 د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویاند، عبدالمطلب حقاني په دې اړه وايي: د کار فرصت برابرولو کې یو شمېر کارونه ترسره شوي دي. د تېرو درې کلونو په اوږدو کې شاوخوا ۴۵ زره او ۷۰۰ کسانو ته په دولتي او خصوصي برخو کې او همدا راز د مسلکي زده کړو او اقتصادي ودې په برخه کې، د کار زمینې برابرې شوې دي.

له  ګاونډیو هېوادونو په تېره بیا ایران او پاکستانه را اېستل شویو افغانانو تل ویلي دي، چې افغانستان ته د رسېدو پرمهال له بېلابېلو ستونزو سره مخ دي، ځکه هغوی د راستنېدو پرمهال خپل هرڅه په کوربه هېوادونو کې پرېښې دي.

راستول شوی، محمد په دې اړه وايي: «موږ د سرپناه لپاره ځای نه لرو. ژمی دی، هوا سړه شوې او هیڅ وسایل، په ځانګړي ډول بخارۍ، نه لرو. زموږ غوښتنه دا ده چې موږ ته سرپناه برابره کړي او د کار فرصتونه رامنځته کړي.»

محمد یونس، یو بل را ایستل شوی هم وايي: «ژمی راغلی؛ خو تر اوسه زموږ سره هیڅ سمه مرسته نه ده شوې. زموږ ملاتړ وکړئ، ځکه ژمی په تېرېدو دی.»

د کډوالو د حقونو یو شمېر فعالان ټینګار کوي چې د کډوالو ملاتړې ادارې باید له کوربه هېوادونو سره خبرې وکړي، څو د افغان کډوالو د جبري شړلو مخه ونیسي.  

 د کډوالو د حقونو فعاله، آصفه ستانکزۍ په دې اړه وايي: یوه جدي اړتیا شته چې پاکستان د کډوالو ستونزو ته د رسېدو لپاره یو سټراټيژیک پروګرام جوړه کړي او د کډوالو د ادغام په موخه ورته د اقامت اسناد ورکړي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، په تېرو درې کلونو کې له ګاونډیو هېوادونو  له څلور میلیونو زیات کسان افغانستان ته راستانه شوي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه