Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د کډوالو او کورنیو بې ځایه شویو لپاره د اروپایي ټولنې او ملګرو ملتونو هڅې

کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او اروپایي ټولنې افغانستان کې د کورنیو بې ځایه شویو او ایران، پاکستان او منځنۍ اسیا هېوادونو کې د افغان کډوالو او کوربه ټولنو د ملاتړ په موخه تازه هوکړه لاسلیک کړې ده. 

د هوکړې لمخې، دې پروژې ته ۳۶ میلیونه یورو ځانګړې شوې دي. 

دغه پروژه کې به د ټولنیز ادغام، مسلکي روزنې  او کارموندنې فرصتونو په ګډون پر دوامداره حل لارو تمرکز وشي.

افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې چارسمبالې، ورونیکا بوسکوویچ پوهار وویل:« اروپایي ټولنه به د افغان بې‌ځایه شویو پیاوړي ملاتړ ته دوام ورکړي. له یو ان اچ سي ار سره دغه تازه مرسته د کډوالۍ په برخه کې د اروپایي ټولنې د پراخو هڅو یوه برخه ده.»

د اروپایي ټولنې د خبرپاڼې لمخې، افغانستان د نړۍ په کچه د ۲.۶ میلیونه کډوالو په لرلو سره یو له تر ټولو لویو کډوالو ټولنو څخه دی، چې ۲.۲ میلیونه افغان کډوال ایران او پاکستان کې اوسیږي.

افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ استازي، عرفات جمال و ویل: « له اروپایي ټولنې سره دغه اوږدمهاله همکاري د افغان راستنېدونکو او د کوربه هېوادونو کې د کډوالو د ملاتړ په برخه کې یو مهم ګام دی.»

خبرپاڼه کې ویل شوي چې، د ماشومانو کار، تاوتریخوالی او پر ښځو محدودیتونه د افغانانو د کډوالۍ مهم لاملونه دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه