Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کابل کې متقاعدین لاهم د خپلو حقوقو د ترلاسه کولو په تمه دي

ځينو متقاعدینو یوځل بیا په ژمني کې له خپلو اقتصادي ننګونو چې، ورسره لاس او ګرېوان دي، شکایت کړی دی.

هغوی چې، له مجبورۍ د تقاعد خزینې ریاست مخې ته راټول شوي، له اسلامي امارته غواړي چې، ژرتر ژره د دوی د حقوقو د ورکړې بهیر پيل کړي.

متقاعد حبیب‌‌الله ویلي:«هغه کسان چې، دلته یې وینئ، په بد حالت کې ژوند کوي؛ داسې حالت چې، د ویلو نه‌دی. [دغه پاڼې چې، په لاس کې یې لرم] د امیرالمومین صاحب فرمان دی چې، باید د متقاعدینو حقوق ورکړل شي. دا څلورم کال دی چې، زموږ حقوق نه‌دي راکړل شوي.»

متقاعدینو طلوع‌نیوز ته ویلي، سره له دې چې، څو اوونۍ وړاندې د اسلامي امارت د مشر لخوا د متقاعدینو د حقوقو د ورکړې لپاره د یوې محکمې د جوړېدو فرمان صادر شوی؛ خو لا هم د دوی د حقوقو برخلیک څرګند شوی نه‌دی.

متقاعد حفیظ‌‌الله په دې هکله طلوع‌نیوز ته وویل:«په دغو وزارتونو کې ولې یو فرمان یوه میاشت وخت نیسي، لږ ترلږه باید یوه یا درې ورځې وخت ونیسي. فرمان کوم عادي څیز نه‌دی، باید اجرا شي.»
 
بل متقاعد محمد هم د خپلو ستونزو په هکله وايي:«ناروغ یم. د زړه ناروغي لرم او د ملا درد لرم، جېبونه مې له نسخو ډک دي؛ خو درمل نه‌شم اخیستی، نور تر کله؟»

تر دې مخکې د اسلامي امارت ویاند ویلي و چې، د متقاعدینو د حقوقو د ورکړې لپاره هڅې روانې دي. د ښاغلي مجاهد په وینا، د محکمو او د مالیې وزارت د کارونو پای ته رسېدل وخت ته اړتیا لري.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه