Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د خدمتونو له پراختیا سره هم‌مهاله د افغانستان پسټ شرکت د عوایدو زیاتوالی

د افغان پسټ شرکت د پراختیا رییس ذبیح‌الله عمر وايي چې، په روان کال کې د دغه شرکت ناخالص عواید کابو ۹۰۰ مېلیونه افغانیو ته رسېدلي دي.

ښاغلي عمر طلوع‌نیوز ته زیاته کړې چې، هېوادوالو ته د غوره خدمتونو د وړاندې کولو په موخه، هغوی په کابل کې کور په کور لېږد خدمتونه هم پيل کړي دي.

د افغان پُست د سوداګرۍ د پراختیا رییس په دې هکله وايي:«تېر کال زموږ ناخالص عواید نږدې ۶۰۰ مېلیونه افغانو ته رسېدل چې، په روان کال کې د افغان پسټ ناخالص عواید نږدې ۹۰۰ مېلیونه افغانیو ته رسېږي چې، د تېر کال پرته زیاتوالی ښيي.»

د ښاغلي عمر په وینا، د اسلامي امارت له بیاواکمنېدو وروسته، د دغه شرکت خدمتونو پراختیا موندلې او یوازې په روان کال کې په کابل او ولایتونو کې یې ۲۵ استازولۍ پرانیستې دي.

افغان پسټ شرکت یو دولتي خدماتي شرکت دی چې، د هېوادوالو اسناد او توکي دننه په کور او بهر ته لېږدوي.
 
ځینې هېوادوال د دغو نویو خدمتو د پیلېدو په هر کلي سره، دافغان پُسټ شرکت له مسوولانو غواړي چې، د اړینو اسنادو د لېږد لپاره نورې استازولۍ هم پرانیزي.  

 د کابل اوسېدونکی سعید یعقوب وايي:«دا ډېره ښه خبر ده چې، هغوی د زېږون کارټ یا اړین اسنادونه تر کوره راوړي او له دې هم باید ډېره اسانتیا رامنځته کړي.»

د افغان پُست شرکټ د معلوماتو له مخې، دغه شرکت چې، د پُست د نړۍوالې ټولنې غړیتوب لري، په کور دننه د پُستي خدمتونو د وړاندې کولو تر څنګ، د اروپايي، امریکایي او عربي هېوادونو په ګډون د نړۍ ۱۹۱ هېوادونو ته هم پُستي خدمات وړاندې کوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه