Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د عبدالهادي عراقي کورنۍ د ګوانټانامو له بندخونې د هغه د ازادولو غوښتنه کړې

په ګونټانامو کې بندي د عبدالهادي عراقي کورنۍ، د امریکا له حکومته غواړي چې، هغه عراق ته ولېږدوي.

د عبدالهادي عراقي کورنۍ چې، اوس په کابل کې اوسېږي، وايي چې، د هغه روغتیايي وضعیت ښه نه‌دی او له همدې امله له امریکا غواړي چې، هغه ژر تر ژره ازاد کړي.

تر دې مخکې امریکا ویلي و چې، عبدالهادي عراقي به د ګوانټانامو له بندخونې د عراق یوه زندان ته ولېږدول شي.

د عبدالهادي عراقي مېرمن سونیا وايي:«د عراق وضعیت معلوم دی یو جګړه‌ځپلی هېواد دی او له دې بدتر دا چې، ټاکل شوې، هغه د عراق یوې بندخونې ته ولېږدوي. کولای شو حدس ووهوو چې، هغه ځای څه وحشتناک شرایط لري، ښايي له درې یا څلورو میاشتو زیات ونه‌شي کړای ژوندی پاتې شي.»

د عبدالهادي عراقي د کورنۍ غړي وايي، عبدالهادي عراقي تر اوسه د جراحۍ شپږ عملیاته ترسره کړي او اوس له پښو فلج شوی او په ویلچر کې ګرځي او په وینا یې که‌چېرې هغه عراق ته ولېږدول شي؛ نو ژوند به یې له ګواښ سره مخ شي.

سونیا زیاته کړه:«د عمر په دې وروستیو کې دې اجازه ورکړي چې، خپل ماشومان وویني. له هغه څه پاتې نه‌دي، هیله ده هغه ازاد کړئ. یوه مناسب هېواد ته یې واستوي چې، لومړی یې درملنه وشي. که‌چېرې دا هم شونې نه‌دي، هغه دې افغانستان ته واستوي چې، د ژوند په وروستیو کې وکړای شو هغه ووینو.»

عبدالهادي عراقي چې، اصلي نوم یې نشوان التمر دی په ۱۹۶۱ کال کې د عراق په موصل ښار کې زېږېدلی او د کورنۍ په وینا یې هغه د برهان الدین رباني د حکومت پر مهال د افغانستان تابعیت اخیستی و. نوموړی په ۲۰۰۶ کال کې کله یې چې، غوښتل عراق ته ولاړ شي؛ نو تر هغې مخکې په ترکیې کې له خپلې مېرمنې او بچیانو سره ونیول شو او بیا په ۲۰۰۷ کال کې ګوانټانامو زندان ته ولېږدول شو.

د عبدالهادي مېرمن وايي:«موږ لومړی ایران ته ولاړو، له هغې ځایه ترکیې ته او هوډ مو درلود چې، عراق ته ولاړ شو؛ خو په لار کې یې ونیو او له ځان سره یې بوته، له دې پرته چې، موږ ته ووايي ولې. وروسته یې موږ افغانستان ته ستانه کړو. هغه هم له موږ سره په الوتکه کې و، کله چې، هوايي ډګر ته ورسېدو، موږ ته یې وویل چې، هغه د څو پوښتنو لپاره له ځان سره بیایو او بېرته یې راولو؛ خو له هغې وروسته نور مو هېڅکله ونه‌لید.»

د ګوانتانامو زندان د امریکا یو له ویروونکو بندخونو دی چې، له ۲۰۰۱ کال وروسته د کوبا په خلیج کې جوړ شو. د بشري حقونو سازمانونو په وار وار په دغې بندخونه کې له کوم تور پرته د بندیانو ساتنه او د پوښتنو او ګروېږنو پر مهال پر کېدونکو ربړونو او شکنجو نیوکې کړي او د یاد زندان د تړلو غوښتنه یې کړې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه