د سترې محکمې د اداري مرستیال په مشرۍ پلاوي، د ایران د قضایه قوې د نړۍوالو چارو له مرستیال سره په کتنه کې په ایران کې پر اعدام محکومو افغان بندیانو لپاره پر بدیلو لارو چارو خبرې کړې دي.
د سترې محکمې د خبرپاڼې لهمخې، دواړو لورو همداراز په قضايي او عدلي برخو کې له همکارۍ سربېره په دغه هېواد کې د افغان کډوالو د حقونو په تړاو هم بحث کړی دی.
د خبرپاڼې لهمخې، ایراني لوري په دې کتنه کې ژمنه کړې چې، په نږدې راتلونکې کې به ۱۵۰۰ افغان بندیان افغانستان ته وسپارل شي.
د سترې محکمې مطبوعاتو او بهرنیو اړیکو رییس عبدالرحیم راشد په دې هکله وايي:«ښاغلي قاسم غریبابادي ژمنه وکړه چې، ایران کې له افغان بندیانو او کډوالو سره د اسلامي اخوت له مخې نرم چلند کوي او د دوی حقونو ته به رسېدنه کوي، دغهراز نوموړي وویل نږدې راتلونکي کې ۱۵۰۰افغان بندیان افغانستان ته انتقال کړي.»
د اسلامي امارت پلاوي په ایران کې افغان کډوالو ته د زدهکړو او همداراز د کاري زمینو پر برابرېدو له ټينګار سربېره له تهرانه غوښتي چې، د افغان کډوالو له ځورونې او نیونې ډډه وکړي.
د سترې محکمې د مطبوعاتو رييس وايي، د اسلامي امارت پلاوي په ایران کې د ماشومانو له بندخونې هم لیدنه کړې ده.
ښاغلي راشد وویل:«له ایراني مسوولانو وغوښتل چې، د افغانستان بندیانو په ځانګړې توګه کم عمره بندیانو ټولو ستونزو ته رسېدنه وکړي، هغوی ته په بدني، تعلیمي او حرفوي برخو کې د زدهکړو زمینه برابره کړي.»
تر دې مخکې د ایران د بشري حقونو سازمان په خپل یوه راپور کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته په ایران کې د اعدام شویو افغانانو شمېر ۹۰ تنه په ګوته کړی و.
په دې اړه مو اندونه