Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

عبدالکریم فاتح: د واخان دهلیز سروې بشپړه او د ډیزاین چارې یې روانې دي

د ټول‌ګټو وزارت تخنیکي معین عبدالکریم فاتح، وايي چې، د بدخشان د واخان دهلیز د سروې کار بشپړ شوی او اوس د دغې پروژې پر ډيزاین کار روان دی.

ښاغلي فاتح له طلوع‌نیوز سره په یوې ځانګړې مرکه کې زیاته کړې دغه وزارت چمتو دی چې، د اسلامي امارت د مشر له لوري د دغې پروژې د بودیجې له منظورۍ وروسته، د هغه د جوړولو عملي چارې پیل کړي.

د ټول‌ګټو وزارت تخنیکي معین په دې هکله وايي:«د سږکال لپاره یې پروګرام یوازې د سروې او ډیزاین و چې، عملي چارې یې وشوې او اساسي سروې یې شوې او ټیم بېرته راغلی، راپور یې راوړی او دم‌ګړۍ پر ډیزاین یې کار روان دی او د راتلونکي کال لپاره موږ چمتو یو چې، عملي چارې یې د مشرتابه له لارښونې او د بودیجې له منظورۍ سره عملي چارې یې پيل کړو.»

د ټول‌ګټو وزارت د معین په وینا، سره له دې چې، د سالنګ پر لویه لار د هوا له اړخه له ستونزو سره سره، توانېدلي د دې لارې مهمې او ستونزمنې برخې بیاورغوي. دغه‌راز، د سالنګ د دویم تونل د جوړېدو د کار پیلېدو لپاره هڅې هم، د دغه وزارت په کاري پلان کې شاملې دي.

عبدالکریم فاتح زیاتوي:«ډېره تمه ده چې، په راتلونکي کال کې له یوه شرکت سره هوکړې ته ورسېږو؛ ځکه چې، د سالنګ موجوده تونل هغه ډېر پخوانی دی سمه ده، په هغه وخت کې به، کافي وو؛ خو اوس کافي نه‌دی ځکه چې، هغه ډېر کم بره دی او عرض یې کم دی.»

 د نوموړي په وینا، د سالنګ لویې لارې د بیارغونې ترڅنګ، د هېواد په بېلابېلو برخو کې د وسپنې پټلۍ د پراختیايي پروژو په ګډون د کابل- کندهار، کابل- جلال اباد او نورو سړکونو د جوړېدو کار هم روان دی.
 
د ټول‌ګټو وزارت تخنیکي معین عبدالکریم فاتح څرګندوي:«کوښښ مو دا دی چې، په پنځو کلونو کې دغه دوه عمومي خطونه چې، له شمال نه سوېل ته دي چې، یو له هراته سپین بولدک ته دی او بل له حیرتانه د پکتیا خرلاڅیو ته دی، دا به وصل شي.»

د ټول‌ګټو وزارت د روان لمریز کال پراختیایي بودیجه شاوخوا اته مېلیارده افغانۍ ده او د دغه وزارت ځینې پروژې د کانونو په بدل کې عملي کېږي.  

د ټول‌ګټو وزارت د معلوماتو له مخې، د لویو لارو لپاره د بدیلو سړکونو د جوړېدو عملي کار، د زابل له لارې پاکستان ته د سړک غځېدل او له کندهاره تر حیرتانه د نوي سړک جوړېدل د دغه وزارت نور مهم پلانونه دي.  

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه