Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

مولوي عبدالکبیر: له سیاسي معاونیته د لرې کېدو له امله اندېښمن نه یم

وروسته له هغې چې مولوي عبدالکبیر د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د سرپرست په توګه وګومارل شو وایي، د ریاست الوزرا له سیاسي معاونیت د لرې کېدو په اړه هیڅ ډول اندیښنه نه لري.

هغه په دغه غونډه کې د دغه وزارت له چارواکو او کارکوونکو غوښتنه وکړه چې خپلو کارونو ته د تېر په څېر دوام ورکړي.

  ښاغلي کبیر زیاته کړې: که د کډوالو وزارت وي، که سیاسي معاونیت وي که بل وزارت وي، یو کس دا کار ځانته نه شي کولای. دلته کوم وخت کې چې مرحوم حاجي صیب کار کړی دی، هغه هم دا وزارت ځانته نشو چلولای، تاسې ورسره همکار وئ. ماته هم که دا وزارت ځانته راپرېږدئ زه یې نشم کولای. 

د کډوالو او راستنېدونکو چارو نوی سرپرست په داسې حال کې خپل کار پیلوي چې په ګاونډیو او د سیمې په هېوادونو کې افغان کډوال له جدي ستونزو سره مخ دي.

مولوي عبدالکبیر په خپله لومړنۍ کتنه کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ له مرستیال سره د افغان کډوالو د وضعیت په تړاو خبرې وکړې.

پاکستان کې افغان کډوال، احسان خان احمدزی په دې اړه وايي: پاکستان چې کوم افغانان دي، هغوی د ویزو په تمدید کې زیاتې ستونزې لري. مخکې به یې تمدید بند و اوس چې تمدید هم شي یوه میاشت وي، مخکې به درې یا شپږ میاشتې و.

ترکیه کې افغان کډوال، وراحمد یورتداش هم وايي: په ترکیه کې د افغان کډوالو ستونزې ورځ تر بلې زیاتیږي، اوس چې اقامه و نه لري هغه کډوال نه شي کولای چې کار وکړي او یا په ښار بازار کې په ازاده توګه وګرځي.

  دا په داسې حال کې ده، چې د اسلامي امارت مشر د مرغومي میاشتې پر شلمه د یوه فرمان په صادرولو سره مولوي عبدالکبیر چې مخکې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال و، د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د سرپرست په توګه وګوماره.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه