د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین شېرمحمد عباس ستانکزی وايي، اسلامي امارت اجازه نهورکوي چې، نور هېوادونه د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړي.
ښاغلي ستانکزي چې، د افغانستان - چین ترمنځ د ډیپلوماټیکو اړیکو د رامنځته کېدو د اویایمې کلیزې په مراسمو کې وینا کوله، په وروستیو اوو لسیزو کې یې له چین سره د افغانستان اړیکې وستایلې.
د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین دغهراز د نړۍ له هېوادونو وغوښتل چې، د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونهکړي.
شېرمحمد عباس ستانکزی وايي:«زموږ بهرنۍ پالیسي دا ده چې، د هېڅ هېواد په کورنیو چارو کې لاسوهنه نهکوو، همدارنګه له دغو هېوادونو په ځانګړې توګه له ګاونډیانو نه غواړو چې، د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونهکړي.»
شېرمحمد عباس ستانکزی زیاتوي چې، اوس په افغانستان کې د پانګونې زمینه برابره ده او له چین څخه یې وغوښتل چې، په افغانستان کې په بېلابېلو پروژو کې پانګونه وکړي.
د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین زیاتوي:«په دې درې کلونو کې په ځانګړې توګه په ۲۰۲۴ کال کې، د ډېرو چینايي سوداګرو او ګرځندویانو چې، هغوی د نورو هېوادونو پرتله افغانستان ته ډېر زیات سفر کړی او دلته اوس هم په افغانستان کې، په بېلابېلو ښارونو کې په سلګونو، بلګې په زرګونو چینایان موجود دي چې، څوک د سیاحت لپاره راغلي او ځينې یې د سوداګرۍ او پانګونې لپاره راغلي دي.»
په کابل کې د چین سفیر ژاو شینګ هم وايي چې، چین د نړۍوالو غونډو په لړ کې د افغانستان له دريځه ملاتړ کړی او پر دغه هېواد د لګولو شویو بندیزونو د لېرې کېدو غوښتنه کړې ده.
ښاغلي شینګ ویلي:«چین تل د افغانستان په اقتصادي او ټولنیزه بیارغونه کې یو مهم شریک پاتې شوی دی. د دواړو هېوادونو د حکومتونو او شرکتونو ترمنځ د همکارۍ له لارې مهمې پروژې په ارامۍ سره پر مخ تللې دي. په ۲۰۲۴ کال کې په افغانستان کې د چین مستقیمه همکاري په ټولو اسیایي هېوادونو کې د دغه هېواد د پانګونې په برخه کې تر ټولو لوړه کچه لري. تمه ده چې، د ۲۰۲۵ کال په لړ کې د چین او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ کچه له ۱٫۵ مېلیارده ډالرو واوړي.»
د چین او افغانستان ترمنځ د ګډ امنیت لپاره د یووالي پیاوړتیا او د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو او همکاریو له پراختیا سره هممهاله، د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه هغه مسایل دي چې، په دې غونډه کې په مکرر ډول پرې ټینګار وشو.
په دې اړه مو اندونه