اسلامي امارت، افغانستان ته د مېلیاردونو ډالرو د مرستو د لېږد په تړاو، د امریکا د ولسمشر ډانلډ ټرمپ د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې وايي چې، سرپرست حکومت پر بهرنیو مرستو تکیه او تړلی نهدی.
د اقتصاد وزارت مسلکي معین طلوعنیوز ته وايي چې، دغه ګواښونه د سرپرست حکومت پر پرېکړو کومه اغېزه نهشي کولای.
د اقتصاد وزارت مسلکي معین عبداللطیف نظري په دې هکله وايي:«اسلامي امارت په ټولو اړخونو کې، په ځانګړې تګه په اقتصادي برخه کې، په بشپړه توګه یو خپلواک نظام دی او هېڅکله پر بهرنیو مرستو متکي نهدی، نو دا ډول ګواښونه د اسلامي امارت د پرېکړه کولو پر سیاست هېڅ ډول اغېزه نهشي کولای.»
تېره ورځ د امریکا ولسمشر ډانالډ ټرمپ په یوه خبري غونډه کې وویل چې، په افغانستان کې پاتې امریکایي پوځي تجهیزات به بېرته واخلي.
ښاغلي ټرمپ زیاته کړه چې، امریکا هر کال له افغانستان سره په مېلیاردونه ډالره مرسته کوي او دا مرسته باید له اسلامي امارته د امریکا د پوځي تجهیزاتو په بېرته اخیستو پورې مشروطه وي.
ډانالډ ټرمپ په دې هکله ویلي:«ایا څوک پوهېږي چې، موږ هر کال مېلیاردونه ډالر افغانستان ته ورکوو؟ که موږ هر کال مېلیاردونه ډالر ورکوو، نو هغوی (طالبان) ته ووایاست چې، موږ به هغوی ته پیسې ورنه کړو، مګر دا چې، زموږ تجهیزات بېرته راکړي، هغه تجهیزات چې، بېکفایته کسانو اجازه ورکړه چې، د هغوی لاس ته ولوېږي. نو موږ به هغوی ته لږ پیسې ورکړو، خو موږ خپل تجهیزات بېرته غواړو.»
په دې لړ کې د چارو ځينې شنونکي، پر دې باور دي چې، بشري مرستې باید سیاسي نهشي.
د اقتصادي چارو شنونکی شمسالرحمن احمدزی په دې هکله طلوعنیوز ته وویل:«کهچېرې په راتلونکي کې له افغانانو سره نړۍوالې مرستې کمې شي، ستونزې نورې هم زیاتېږي چې، موږ نهشي کولای له اقتصادي ناورینه ځان مخ ته کړو.»
تر دې وړاندې هم ډانالډ ټرمپ د امریکا د مېلیاردونو ډالرو مرستې په تړاو ورته څرګندونې کړې وې، چې د اسلامي امارت لخوا رد شوې.
په دې اړه مو اندونه