Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

پاکستان: ایستل شويو افغان کډوالو قانوني اسناد نه درلودل

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویلي، هغه افغان کډوال چې له دغه هیواده ایستل شوي دي د کډوالۍ اسناد نه لري.

له پاکستانه د کډوالو د جبري اېستلو په تړاو له نیوکو وروسته، د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزارت  نړیواله ټولنه تورنه کړه چې په افغانستان کې یې پر خپلو مسوولیتونو عمل نه دی کړی.

د دغه وزارت په وینا، هغه کسان چې اېستل شوي انسناد یې نه لرل او په ناقانونه توګه یې په پاکستان کې ژوند کاوه.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، د هغو زرګونو افغانانو د دوسیو د ارزوولو پرمختګ چې په لوېدیځو هېوادونو کې د بیا میشتیدنې ژمنه ورسره شوې ده، په دردناکه توګه ورو دی.

 د کډوالو د حقونو فعال، احسان‌الله احمدزی وایي: «ډېری افغان کډوال په پاکستان کې د بهرنیو هیوادونو ته د لېږد دوسیې لري او د بیا میشتېدو په تمه دي، خو بهرني هېوادونه او د افغانستان حکومت په دې برخه کې لازم اقدامات نه دي کړي.»

بلخو، په پاکستان کې افغان کډوال د افغانانو د نیونو او له دغه هېواده د هغوی د اېستلو له دوامه شکایت کوي او وايي، اسلامي امارت او د کډوالو ملاتړو ادارو تر اوسه د دوی ستونزو ته رسیدګي نه ده کړې.

یو افغان کډوال، سعدالله وايي: «زموږ د استوګنې کارتونه پاېته رسېدلي، او موږ له پولیسو سره له جدي ستونزو سره مخ یو.»

 د کډوالو د حقونو ځینې فعالان وايي، د کډوالو د ستونزو د حل لپاره اړتیا ده چې ډیپلوماتیکې خبرې وشي.
 
آصفه ستانکزۍ چې د کډوالو د حقونو فعاله ده وايي: «افغان کډوال په ګاونډیو هېوادونو کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي، چې د حل لپاره یې د افغانستان، کوربه هېوادونو او نړۍوالو سازمانونو ترمنځ د ډيپلوماټيکو خبرو اترو اړتیا ده.»  

محمد خان محمدزی، یو بل د کډوالو د حقونو فعال، هم څرګنده کړه: «سیاسي خبرې باید داسې وي چې کوربه هېوادونه د افغان کډوالو حقونو ته پاملرنه وکړي او د هغوی د کار موندنې او د استوګنې د تمدید اسانتیاوې برابرې کړي.»

تر دې وړاندې د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت ویلي وو چې د روانې زېږدیزې میاشتې په ۱۳ ورځو کې له پاکستانه څه باندې ۸۰۰ کسان هېواد ته راستانه شوي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه