Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د اماراتو د دولت له رییس سره د کورنیو چارو وزارت د سرپرست کتنه

د کورنیو چارو وزارت سرپرست خلیفه سراج‌الدین حقاني او د استخباراتو رییس عبدالحق وثیق متحده عربي اماراتو کې د دغه هېواد د دولت له رییس سره کتلي دي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي چې، په دغې کتنه کې دواړو لورو پر سیمه‌ییز ثبات، پر ګډو ګټو او د افغانستان پر اقتصادي وړتیا خبرې اترې کړې دي.

د پوځي چارو شنونکی عبدلواحد طاقت په دې هکله وویل:«اوس د دې وخت دی چې، موږ باید له هغو هېوادونو سره چې، له افغانستان سره د ښو اړیکو غوښتونکي دي، تګ راتګ ولرو او له هغوی ګټې ترلاسه کړو چې، د افغانستان د خلکو په ګټه وي.»

ښاغلي حقاني داسې مهال متحده عربي اماراتو ته سفر کړی دی چې، تر دې وړاندې د امیرخان متقي په مشرۍ د اسلامي امارت یو پلاوی هم دغه هېواد ته تللی و.
  
خو د اسلامي امارت د چارواکو د دې سفرونو اهمیت څه دی؟

د سیاسي چارو شنونکی ادریس محمدي ځاځی وايي:«متحده عربي امارات له امریکا او د اروپايي ټولنې له هېوادونو سره نږدې اړیکې لري او کولای شي له لوېدیځو او اروپايي هېوادونو سره د هغو مسایلو په تړاو چې، ناڅرګندې پاتې دي او اسلامي امارت په دغې برخه کې له ننګونو سره مخ دی، خبرې اترې وکړي. زه فکر کوم چې، د دغې چارې لپاره دا ډول کتنې ښه فرصت دی.»

متحده عربي امارات هغه هېواد دی چې، د اسلامي امارت سفیر یې په رسمي ډول منلی دی.
  
ښاغلي حقاني تر دې مخکې هم  متحده عربي اماراتو ته سفر کړی و او د دغه هېواد له بېلابېلو چارواکو سره یې، د افغان بندیانو پر ازادولو او افغان وګړو ته د ویزې پر صادرولو خبرې کړې وې.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه