د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وايي چې، افغانستان باید هېر نهکړای شي.
ښاغلي لاوروف همدارنګه د افغانستان مسئلې ته په نغوتې سره ویلي امریکا غواړي چې، په افغانستان کې پاتې شوي پوځي تجهیزات بېرته ترلاسه کړي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر همدارنګه زیاته کړې چې، متحده ایالتونه هڅه کوي په افغانستان کې خپل نفوذ وساتي او له دې کار لپاره له ګاونډیو هېوادونو استفاده کوي.
سرګي لاوروف په دې هکله وویل:«افغانستان باید هېر نه کړو، هغه ځای چې، امریکایان هڅه کوي یو ځل بیا تر یوه بریده پهکې حضور ولري او د دې کار لپاره له ګاونډیو هېوادونو کار اخلي. هغوی د خپلو پوځي تاسیساتو د بېرته وړلو په فکر کې دي.»
د پوهنتون استاد عبیدالله بهیر طلوعنیوز ته وايي:«په دوو برخو کې توازن او انډول ډېر مهم دی؛ یو په واک کې توازن په داسې بڼه چې، په سیالیو کې بریالي واسوو او بل انډول په کورني او بهرني سیاست کې چې، باید وساتل شي.»
ځینې سیاسي شنونکي پر دې باور دي چې، باید اسلامي امارت د ملي ګټو له ساتلو سره د سیمې او نړۍ له ټولو هېوادونو، په تېره بیا متحده ایالتونو سره خپلې اړیکې پراخې کړي.
د سیاسي چارو شنونکی معین ګل څمکنی په دې هکله د طلوعنیوز خبریالې ته وویل:«افغانستان په داسې وضعیت کې دی چې، هم ختیځ او هم لوېدیځ ورته اړتیا لري. په داسې شرایطو کې، موږ باید خپل انډول وساتو او له حده زیات باید ختیځ او لوېدیځ ته نږدې نهشوو.»
د سیاسي چارو شنونکی نجیبالرحمن شمال هم وايي:«په تېرو درې یا څلورو کلونو کې د نړۍ له هېوادونو سره د اړیکو ټینګښت یا پراختیا د افغانستان د سرپرست حکومت کاري لومړیتوبونه وو؛ خو دا چې، حکومت په دا ډول سرپرستي وضعیت کې پاتې دی او په نړۍواله کچه په رسمیت نهدی پېژندلی شوی، دغه تعاملات او اړیکې غیررسمي پاتې دي.»
په تېرو درېیو کلونو کې د روسیې، چین، ایران، ازبیکستان او ترکیې په ګډون له یو شمېر هېوادونو سره د اسلامي امارت اړیکې پراخې شوې دي؛ خو تر دې مهاله هېڅ هېواد اسلامي امارت په رسمیت نهدی پېژندلی.
په دې اړه مو اندونه