Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د خوړو نړۍوال پروګرام: ۱۵ میلیونه افغانان د خوړو له نه خوندیتوب سره مخ دي

د خوړو نړۍوال پروګرام وایي، په روان ژمي کې نږدې ۱۵ میلیونه کسان د خوړو له نه خوندیتوب سره مخ دي.

د دغه پروګرام د اړیکو مسوول زیاته کړې چې دوی هڅه کوي په هره میاشت کې شپږو ملیونو کسانو سره مرستې وکړي.

د ژمي سړه هوا او د کار د نشتوالي ستونزې د ډېری هېوادوالو لپاره ژوند سخت کړی دی.

۶۵ کلن جمعه ګل د کابل اوسېدونکی دی، نوموړی وايي چې اولادونه یې کوچني دي او مجبور دی چې په لاسګاډي سره کار وکړي.

 «کار نشته، هره ورځ چې سل افغانۍ پیدا کوم، لومړی څه واخلم؟ ډوډۍ، غوړي که لرګي؟ زامن مې هم واړه دي.» د کابل اوسېدونکی، جمعه ګل وايي:  

بلخوا، د خوړو نړۍوال پروګرام (WFP) راپور ورکړی چې په افغانستان کې نږدې ۱۵ میلیونه وګړي به د خوراکي ناامنۍ له ناورین او بېړنیو شرایطو سره مخ شي.  

د دغه بنسټ د اړیکو مسوول ویلي ، چې دوی پلان لري د روان ژمي په هره میاشت کې شاوخوا شپږ میلیونه کسانو ته بشري مرستې ورسوي.  

د خوړو نړۍوال پروګرام د عامه اړیکو مسوول، ضیاءالدین صافی په دې اړه وايي: په دې ژمي کې د اروپايي ټولنې او زموږ د نورو شریکانو د مالي مرستو له امله د خوړو نړۍوال پروګرام پلان لري چې هره میاشت شپږ میلیونو کسانو ته په ټول هېواد کې بېړنۍ خوراکي مرستې چمتو کړي.

په دې لړ کې ځینې شنونکي ټینګار کوي چې نړیوالې مرستندویه ادارې او د نړۍ هېوادونه دې خپلې بشري مرستې د افغانستان د پراختیایي پروژو پر لګښت متمرکزې کړي، څو د خلکو لپاره د کار زمینه برابره شي. 

د اقتصادي چارو شنونکی، عبدالنصیر رښتیا وايي: «که نړۍ او نړۍوالې موسسې افغانستان سره مرسته کوي، نو غوره به دا وي چې اقتصادي مرسته وکړي، اقتصادي پروژې پيل کړي څو خلکو ته یو ثابت عاید پیدا شي او وکولی شي خپل ژوند ته بدلون ورکړي. که نه، دا بشري مرستې لنډمهالې دي او هیڅ پایله او اقتصادي اغېز نه لري.»

د خوړو نړۍوال پروګرام ویلي، د مالي سرچینو کمښت دا اداره اړ ایستلې چې خپل فعالیتونه محدود کړي.

خو د شریکانو وروستۍ مرستې به یې هغو کورنیو، امیندوارو او شیدې ورکونکو میندو، او ماشومانو ته ورکړل شي چې د تغذیې په برخه کې له ستونزو سره مخ دي، څو ځان ته ته خواړه واخلي او د خوارځواکۍ د درملنې لپاره یې وکاروي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه