Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په ۲۰۲۴ کال کې له ایران او پاکستانه د ۳.۵ میلیون افغانانو راتګ

د کډوالۍ نړیوال سازمان شمیرې ښه یي چې له ایران او پاکستان څخه په تیر میلادي کال کې درې ملیونه او ۵۰۰ زره کسان افغانستان ته راستانه شوي دي.

د  کډوالۍ نړیوال سازمان په خپل وروستي راپور کې ویلي چې په ۲۰۲۴ زېږدیز کال کې افغانستان ته د راستنو شویو کډوالو شمېر څه باندې درې میلیونه او پنځه سوه زره و.

په دغه راپور کې له هېواده ایران او پاکستان ته د تللو افغانانو شمېر څه باندې دوه میلیونه او څلور سوه زره بلل شوی دی.

دغه سازمان اقتصادي فرصتونه، روغتیایي خدمتونه او کورني مسایل له هېواده بهر ته د کډوالۍ د اصلي لاملونو په توګه یاد کړي دي. 

د کډوالۍ نړۍوال  سازمان د راپور یوه برخه کې راغلي: «په ۲۰۲۴ کال کې د هغو خلکو په منځ کې چې له افغانستانه تېرېدل، جبري اېستل یا راستنېدل تر ټولو عام دلیل و، چې د ۲۰۲۴ کال په وروستیو درېیو میاشتو کې ۵۰ سلنه ځواب ویونکي او په ټول کال کې ۵۶ سلنه ځواب ویونکي جوړوي.»

د کابل اوسېدونکی، شاهدالله وايي: خلک له دې هېواده ځکه وځي چې یوه مړۍ پیدا کړي.‎

د دغه راپور په یوه برخه کې دغه سازمان ویلي چې د ۲۰۲۴ کال په څلورمه نیمایي کې، د روان زېږدیز کال د اکتوبر او ډسمبر میاشتو ترمنځ، دوی  ۱.۷ میلیونه افغانان شمېرلي چې هېواد ته د راتلو او له هېواده د وتلو هوډ یې درلود.

د کډوالۍ نړیوال سازمان ویلي چې دا شمېرې د تېرو دریو میاشتو پرتله د ځای پر ځای کېدو دوه سلنه کمښت ښيي.

د کډوالۍ د نړیوال سازمان د راپور یوه برخه کې راغلي: «د ایران اسلامي جمهوریت او پاکستان سره د لسو سرحدي نقطو له لارې افغانستان ته د څه باندې ۱.۷ میلیونه خلکو تګ راتګ شمارل شوی چې د تېرو درېيو میاشتو پرتله د ځای پرځای کېدو دوه سلنه کمښت ښيي.»

له دې سره هممهاله، په ایران او پاکستان کې یو شمیر افغان کډوال له اقتصادي ستونزو، د کار له نشتوالي او نورو ننګونو شکایت کوي.

ایران کې افغان کډوال، مهدي علي زاده وايي: هغه څه چې دلته یې د کډوالو ژوند ته ډېره ضربه رسولې او ډېر اغیزمن کړی دی هغه کاري حقوق دي. د ایراني کاریګرو تقریباً نیمه برخه افغان کډوالو ته ورکوي چې کار کوي. 

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې په هېواد کې کاري فرصتونه شته او افغان کډوال دې په خپله خوښه هېواد ته راسته شي.

 د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویاند، عبدالمطلب حقاني بیا وايي: له ټولو افغانانو هیله کوو چې خپل هېواد ته راستانه شي، دلته سرتاسري امن دی. د کار او روزګار او ژوند فرصتونه برابر دي نو له دوی مو هیله ده چې خپل هېواد ته راستانه شي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان ویلي، چې دا شمېرې یې د تورخم، سپین بولدک، اسلام کلا، ابو نصر فراهي، انګور اډې، ډنډ پټان، نظر پوستې او بهرامچه په ګډون په لسو لارو کې له افغانانو سره له خبرو وروسته خپرې کړې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه