د امنیتي او تصفیوي چارو مرکزي کمېسیون ویلي چې، د کره معلوماتو پر بنسټ، نوي جذب شوي ځواکونه د کراچۍ او اسلاماباد د هوايي ډګرونو له لارې په بلوچستان او د خیبرپښتونخوا په قبایلي سیمو کې هغو مرکزونو ته لېږدول کېږي چې، موخه یې د سیمې او نړۍ په هېوادونو، په ځانګړې توګه په افغانستان کې د بریدونو ترسره کول دي.
د دغو معلوماتو پر بنسټ، دغه ځواکونه له ځینو اسیايي او اروپايي هېوادونو څخه جذب شوي دي.
دغه کمېسیون د خپلو یو کلنو لاسته راوړنو په راپور کې همدارنګه وايي چې، په تېر یو کال کې ترسره شوي بریدونه له افغانستانه بهر د بهرنیو وګړو په ځانګړې توګه تاجیکستانیانو او پاکستانیانو له لوري پلان او ترسره شوي دي.
د امنیتي او تصفیوي چارو مرکزي کمېسیون ویاند په دې هکله وايي:«اسلامي امارت په کراتو واضیحه کړې، موږ هېچا ته اجازه نهورکوو چې، زموږ خاوره د بل هېواد پر ضد وکاروي همدا راز اسلامي امارت له نورو هېوادونو هم غواړي چې، شرورو عناصرو ته پټنځایونه ور نهکړي.»
د دغه امنیتي کمېسیون ویاند صدیقالله نصرت له امنیت شورا او نړۍوالې ټولنې غواړي چې، د افغانستان د امنیتي وضعیت په اړه دې د سرپرست حکومت له اړوندو بنسټونو معلومات ترلاسه کړي.
ښاغلی نصرت همدارنګه زیاتوي:«د افغانستان اسلامي امارت د خپل ایماني مسوولیت له مخې، په ډېره صادقانه توګه د مخدره موادو د کښت، تولید او قاچاق پر ضد مبارزه کړې، سیمه او نړۍ باید پر دې مورد مسقتیماً د افغانستان د اسلامي امارت له اړوندو ارګانونو سره د ټينګ تماس له لارې، له حقایقو ځان باخبره وساتي.»
د امنیتي او تصفیوي چارو مرکزي کمېسیون دغهراز د جنایي جرمونو کمښت، د سرحدونو د امنیت ټینګښت، د امنیتي ځواکونو مسلکي کول او له نشهیي توکو سره مبارزه د دغې ادارې له مهمو لاسته راوړنو ګڼي او له ګاونډیو هېوادونو غواړي چې، افغانستان ته د نشهيي توکو له قاچاقه مخنیوی وکړي.
د سیاسي چارو شنونکی عبیدالله بهیر په دې هکله طلوعنیوز ته وايي:«تر هغې چې،پاکستان پرېکړه ونهکړي چې، موږ ته یو جنجالي ګاونډی نهوي، زموږ سیاستونه به مخ ته ولاړ نهشي. دا د افغانستان لومړنی حکومت نهدی چې، پاکستان له هغه سره ستونزه لري.»
تر دې مخکې، د کورنيو چارو وزارت له نشهيي توکو سره د مبارزې معینیت له ګاونډيو هېوادونو غوښتي و چې، له دغو هېوادونو افغانستان ته د نشهيي توکو د قاچاق مخه ونيسي.
په دې اړه مو اندونه