اسلامي امارت وايي چې، سرپرست حکومت په امریکا کې د ټولو افغان بندیانو او د ګونټانانو په زندان کې د یوه افغان بندي د ازادېدو په هڅه کې دی.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد ویلي، سرپرست حکومت هیلهمن دی چې، په دې برخه کې له امریکا سره یوې هوکړې ته ورسېږي.
ښاغلی مجاهد په دې هکله وايي:«د افغانستان اسلامي امارت د دې غوښتونکی دی، ټول هغه افغانان چې، په امریکا کې بندي دي او هغه افغان بندي چې، په ګوانټانامو کې پاتې دی، باید ټول ازاد شي. دغه هڅې روانې دي او هیلهمن یو چې، د هوکړې په صورت کې هغوی هم خوشې شي.»
اسوشیېټډ پرېس خبري اژانس د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا د ویاند له قوله ویلي چې، ډانلډ ټرمپ په افغانستان کې د ټولو بندیانو د خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.
د امریکا د کانګرس یو غړي هم له افغانستانه د نورو امریکایي وګړو د خوشې کېدو غوښتنه کړې وه.
د امریکا د کانګرس غړي ګریګوري میکس ویلي و:«لکه څنګه چې، موږ د ریان او ویلیام خوشې کېدل نمانځو، موږ باید هغه نور امریکایان هم په یاد ولرو چې، په افغانستان او ټوله نړۍ کې په ناحقه یرغمل شوي دي. موږ نهشو کولی تر هغه وخته ارام شو چې، دوی ټول په خوندي توګه کور ته نهوي راستانه شوي. او زه هیله لرم چې، نوي حکومت دا کار وکړي. د وروستي لومړیتوب په توګه به د هغوی خوشې کېدل تضمین کړي.»
د سیاسي چارو ځينې شنونکي په دې باور دي چې، د کابل او واشنګټن ترمنځ د خبرو په پیل کې د بندیانو تبادله خورا مهمه ده.
د سیاسي چارو شنونکی عبدالصادق حمیدزوی په دې هکله طلوعنیوز ته وايي:«فکر کوم چې، امریکا د بندیانو له تبادلې سره، د تعامل لار غوره کړې او د ټرمپ له راتګ سره، هیلې زیاتې شوي چې، هغوی له افغانستان سره خپلې اړیکې د تعاملاتو له لارې مخته بیايي او له داسې لارې مخته یوسي چې، له تقابل او جګړې څخه مخنیوی وشي.»
دا په داسې حال کې ده چې، تېره ورځ هم د قطر په منځکړیتوب، یو افغان بندي له دوو امریکايي وګړو سره تبادله شو.
د بهرنیو چارو وزارت هم په یوه خبرپاڼه کې ویلي د امریکا هغو اقداماتو ته چې، د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د عادي کېدو لامل کېږي په مثبت نظر ګوري.
په دې اړه مو اندونه