په کابل کې د ترکیې سفیر، د بهرنیو چارو وزارت سرپرست ته د افغانستان او ترکیې ترمنځ د ډيپلوماټیکو اړیکو د کچې د زیاتوالي په تړاو د خپل هېواد له هڅو ډاډ ورکړی دی.
په کابل کې د ترکیې د سفیر او امیرخان متقي ترمنځ کتنه کې، د کابل او انقرې ترمنځ پر دوه اړخیزو اړیکو، د ډیپلوماټیکو اړیکو پر پیاوړتیا او ځينو سیمهییزو مسایل خبرې اترې شوې دي.
د بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو رییس ضیا احمد تکل په دې هکله وايي:«په دې ناسته کې د افغانستان او ترکیې د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا، د ډیپلوماټیکو اړیکو د کچې پر لوړولو او یو لړ نورو سیمهییزو مسایلو خبرې وشوې. د بهرنیو چارو وزیر د ترکیې له حکومته مننه وکړه چې، په انقره او استانبول کې د افغانستان د حکومت ډيپلوماټانو ته د چارو په ترسره کولو کې، اسانتیاوې برابرې کړې دي.»
ورته مهال، ښاغلي متقي له رزا اوتونبایوا سره په جلا کتنه کې هېواد کې په بېلابېلو برخو کې پر اقتصادي ثبات ټینګار وکړ او ډاډ یې ورکړ چې، په نږدې راتلونکي کې به افغانستان د چټکې اقتصادي ودې شاهد وي.
د بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو رییس وویل:«د بهرنیو چارو وزیر په بېلابېلو برخو او په ځانګړې توګه د اقتصادي ثبات په ډګر کې د افغانستان اسلامي امارت لاستهراوړنو ته په اشارې سره وویل چې، د هېواد اقتصاد له ثبات وروسته اوس څه مخ پر ودې حرکت کړی دی.»
امیرخان متقي د خپلو ډيپلوماټيکو کتنو په لړ کې، په کابل کې د ایران سفارت له سرپرست عليرضا بیکدلي سره هم کتلي او دواړو لورو پر دوه اړخیزو اړیکو، او اقتصادي همکاریو خبرې اترې کړې دي.
د اقتصادي چارو شنونکی محمد نبي افغان هم په دې هکله طلوعنیوز ته وايي:«کهچېرې دوی دلته موجود نهوي او کومې مرستې چې، راځي او دوی نړۍوالو ته قناعت وي ورکړی، موږ مخته نهشي تلای او موږ له دې نور هم ډېر لوېدلي پاتې شو.»
بل لور ته د یوناما مشرې د صنعت او سوداګرۍ وزارت له سرپرست سره په کتنه کې د افغانستان د صنعتي پارکونو د پراختیا، د کاري فرصتونو د رامنځته کېدو د مرکز جوړولو، له خصوصي سکتوره د ملاتړ او انلاین سوداګرۍ د مرکز جوړولو په اړه خبرې وکړې.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد په دې هکله څرګندوي:«په دې کتنه کې، پر ځینو موضوعګانو له هغې ډلې د افغانستان د صنعتي پارکونو پر پراختیا، د تشثباتو د مرکزو پر جوړولو، د انلاین سوداګریز مرکز پر جوړولو، د خصوصي سکټور پر ملاتړ، په صنعتي پارکونو کې د برېښنا ستونزو ته پر رسېدنې او د خصوصي سکټور پر لومړیتوبونو خبرې اترې وشوې.»
تر دې مخکې، امیر خان متقي، د ترکیې له سفیر جنک اونال، په کابل کې د قطر سفارت له شارژدافیر سره هم کتنې لرلي چې، د ډیپلوماتیکو اړیکو پر پیاوړتیا، له افغانستان سره د قطر د مرستو د زیاتولو او د ځینو سیمهییزو مسایلو په تړاو یې خبرې کړې دي.
په دې اړه مو اندونه