Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

یان اګلنډ: د ښځو د حقونو تامین لپاره له اسلامي امارت سره تعامل اړین دی

د ناروې د کډوالو شورا د افغان نجونو او ښځو د حقونو د تامین لپاره د افغانستان له سرپرست حکومت سره تعامل اړین ګڼي.

د دغې شورا رييس له نړۍوالې ټولنې غوښتي چې، د افغانستان له اوسنیو چارواکو سره تعامل وکړي او خپلې بشري مرستې پراخې کړي. 

یان اګلنډ زیاته کړې چې، د افغانستان د سرپرست حکومت له چارواکو سره د ډېری هېوادونو نه تعامل، نه یوازې دا چې، د نورو محدودیتونو لامل کیږي؛ بلکې ورسره د کډوالۍ کچه هم لوړیږي.

د ناروې د کډوالو شورا رییس، یان ایګلنډ و ویل: « د ښځو او نجونو د بشري حقونو تامین له افغان چارواکو سره تعامل ته اړتیا لري. په لویدیځو پلازمینو کې د ډیرو سیمینارونو ترسره کول به لږ اغېز ولري. موږ له نړۍوالې ټولنې غواړو چې زموږ په څېر له افغان چارواکو سره تعامل وکړي او د بشري مرستو په برخه کې خپل ملاتړ زیات کړي، په دې شرط چې افغان چارواکي د دې لپاره مناسب شرايط برابر کړي.»

زده کړیالې نګینې په دې اړه و ویل: «هغو ستونزو، فشار او اندېښنو ته په کتو چې موږ افغانې نجونې ورسره مخ یو، له اسلامي امارته غواړو چې د افغانستان د نجونو د وضعیت په اړه جدي پرېکړه وکړي.»

د ښځو د حقونو فعاله، بهاره عطایي وایي: « هیوادونه باید د تعامل لپاره ډاډ ترلاسه کړي چې، دا تعامل د بشري حقونو، په ځانګړې توګه د افغان ښځو او نجونو د حقونو د پیاوړتیا لامل شي، او باید تمرکز یې د دوی پر اساسي اړتیاو وي.»

ښاغلي اګلنډ افغانستان ته د خپل سفر په ترڅ کې خبرداری ورکړی چې افغانستان له لسیزو جګړو، اقتصادي پرځېدو او د اقلیم له ویجاړونکو ټکانونو وروسته په راتلونکو میاشتو کې له ګاونډیو هېوادونو د میلیونونو افغانانو د احتمالي ستنېدو لپاره چمتووالی نه لري. 

پخواني ډیپلوماټ، عزیز معارج و ویل: « په افغانستان کې باید بشري حقونو، په ځانګړې توګه د ښځو د کار حقونه مراعت شي، او ښوونځي باید د افغان نجونو پر مخ خلاص شي. تر هغو چې دا مسله حل نه شي، په افغانستان کې به نورې ستونزې رامنځته کړي چې، پر اقتصاد، سیاسي، امنیتي، ټولنیز وضعیت او کډوالۍ به منفي اغېزې وکړي.»

اسلامي امارت تر دې مهاله د ناروې د کډوالو شورا د رییس د دغو څرګندونو په اړه څه نه دی ویلي، خو تر دې وړاندې یې تل ټینګار کړی چې، د نړۍ له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې او د تعامل پراختیا غواړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه