Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

مسوولین: تېرو دوو کلونو کې زرګونه افغانان د پاکستان له زندانونو خوشې شوي دي

د پاکستان په کراچۍ ښار کې د اسلامي امارت کونسلګري وايي، له تېرو دوو کلونو راهیسې د سند ایالت له بندخونو څه باندې ۴ زره او ۲۰۰ افغان کډوال ازاد شوي دي.

کراچۍ کې د اسلامي امارت سرکونسول وایي، دغه کسان د اوسېدو قانوني اسنادو نه لرلو په ګډون د بېلابېلو لاملونو لمخې نیول شوي وو.

کراچۍ کې د اسلامي امارت کونسلګرۍ په خبرپاڼه کې راغلي: « په تېرو دوو کلونو کې په کراچۍ کې د اسلامي امارت د قونسلګرۍ د هڅو په پایله کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۴۲۶۸ افغان بندیان د سند ایالت له بېلابېلو زندانونو خوشې او په دولتي لګښت هېواد ته را ستانه شوي دي.»

د کډوالو د حقونو فعال، احسان احمدزي و ویل: « افغان حکومت باید له پاکستاني چارواکو سره د افغانانو د ویزو په اړه خبرې وکړي، ترڅو دا ویزې په اسانه توګه په کابل کې ورکړل شي او افغانان وکولای شي په قانوني توګه پاکستان ته سفر وکړي.»

په ایران کې هم افغان کډوال د نیولو او را ایستلو په ګډون له بېلابېلو ستونزو سره مخ دي. د اسلامي امارت سترې محکمې ویلي چې، ایران ته د دغې محکمې تللي پلاوي د دغه هېواد له قضايي چارواکو سره په ایران کې د افغانانو د اعدام سزا لپاره د نورو لارو چارو په اړه خبرې کړې دي.

سترې محکمې ویلي، ایراني لوري ژمنه کړې چې په نږدې راتلونکي کې به ۱۵۰۰ افغان بندیان افغانستان ته وسپاري.

د سیاسي چارو شنونکي، بلال عمر و ویل: « په تېرو څو لسیزو کې له افغان کډوالو سره له بده مرغه ناسم چلن شوی. زموږ غوښتنه له حکومت او اړوندو ادارو دا ده چې دې مسلې ته رسېدنه وکړي او هغه افغان بندیان چې په زندان کې دي، د خبرو اترو او هوکړې له لارې یې خوشې کړي.»

پاکستان او ایران د تر ټولو زیاتو افغان کډوالو کوربه هېوادونه دي او وخت ناوخت د افغانستان او دغو دوو ګاونډیو هېوادونو تر منځ سیاسي کړکېچونه د دوی د ستونزو د زیاتېدو لامل شوي دي.

که څه هم په ګاونډیو هېوادونو او سیمه کې د افغان کډوالو د ستونزو د حل په اړه په ځلونو ټینګار شوی، خو تر اوسه په دې برخه کې کوم د پام وړ کار نه دی شوی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه