په کابل کې د ایران سفارت په نږدې راتلونکې کې کابل ته د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر له سفره خبر ورکړ.
سره له دې چې، د دغه سفر په اړه نور جزییات نه دي ورکړ شوي؛ خو ځینو سرچینو طلوع نیوز ته ویلي، د ایران د بهرنیو چارو وزیر به د هېواد د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست په رسمي بلنه کابل ته راشي.
د سیاسي چارو شنونکی، سلیم پیګیر په دې اړه وايي: د ایران د بهرنیو چارو د وزیر سفر کابل ته کولی شي زموږ ګډوالی او تعاملات زیات کړي، او همداراز د اسلامي جمهوریت ایران او اسلامي امارت ترمنځ د ستونزو د حل لپاره مرسته وکړي.
په همدې حال کې د بهرنيو چارو وزارت دريم سياسي رییس په بيلابيلو برخو کې د دواړو هيوادونو ترمنځ شته مشترکاتو ته په اشارې سره کابل ته د ايران د بهرنيو چارو د وزير سفر د دواړو هيوادونو د اړيکو د پياوړتيا په برخه کې يو رغنده ګام بللی.
ذاکر جلالي زیاته کړې چې دغه سفر کولای شي د کابل او تهران اړیکې نوي پړاو ته دننه کړي.
هغه په دې تړاو لیکلي: د افغانستان او ایران ګډې سیاسي، اقتصادي او امنیتي ګټې د دوه اړخیزو همکاریو د پیاوړتیا لپاره یو فرصت دی. کابل ته د ایران د بهرنیو چارو د وزیر سید عباس عراقچي راتلونکی سفر د دغو اړیکو د ټینګښت په برخه کې یو رغنده ګام دی او کولای شي د دواړو هېوادونو اړیکې نوي پړاو ته دننه کړي.
سره له دې چې په تېرو درېيو کلونو کې له ايران څخه افغانستان ته ځيني پلاوي راغلي او د ریاست الوزرا د اقتصادي او سياسي مرستيالانو په ګډون د اسلامي امارت يو شمېر چارواکو ايران ته سفرونه کړي دي.
خو ښاغلی عراقچي لومړنی لوړپوړی چارواکی دی چې په هېواد کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته افغانستان ته سفر کوي.
تر دې مخکې د ایران ولسمشر تاجیکستان او روسیې ته د سفر پر مهال په افغانستان کې د ثبات پر ټینګښت ټینګار کړی وو.
د سیاسي چارو شنونکی، معین ګل څمکنی بیا وايي: زما په نظر، دا ډول تګ راتګونه په داسې وخت کې چې امریکا د ایران او افغانستان پر ضد ځینې ستونزې رامنځته کړې دي، ګټور دي، او زموږ او د هغوی ترمنځ ديپلوماتیک او اقتصادي اړیکې باید پیاوړې شي.
سره له دې چې سرپرست حکومت په تېرو درېیو کلونو کې له ایران سره نسبتاً ښې اړیکې لرلې، خو له افغانستان څخه د ایران د حقابې او له ایران څخه د افغان کډوالو د ایستلو مسلې وخت ناوخته د دواړو هېوادونو پر اړیکو سیوری غوړولی دی.
په دې اړه مو اندونه