د امریکا بهرنیو چارو وزارت دغه هېواد ته د ټولو پناه غوښتونکو سفرونه او د پناه غوښتنې نویو غوښتنلیکونو ته د رسېدنې چارې ځنډولې دي.
دغه بهیر کې له پناه غوښتونکو د امریکايانو د ملاتړ اړوند پروګرامونه هم درول شوي او دغه راز د هغو پناه غوښتونکو سفرونه هم ځنډول شوي چې، امریکا ته یې د تګ لپاره ټولې اداري چارې سرته رسولې دي.
امریکا ته د کډوالو سفرونه وروسته تر هغې څلور میاشتې ځنډول شوي چې، د دغه هېواد نوي ولسمشر ډانلډ ټرمپ په دې اړه یو اجرایي فرمان لاسلیک کړ.
خو د امریکا د کډوالۍ ځانګړې ویزې (اس آی وي) بهیر به دوام لري.
د سیاسي چارو شنونکي، سميعالله احمدزي و ویل: « اوس د کډوالو پر مخ دا پروسه بنده شوې، چې دا به پر هغو کسانو اغېز وکړي چې امريکا ته د تګ نيت لري او د (P1) او (P2) کیسونه لري. زه فکر کوم چې دا يو لنډمهالې سیسټم دی.»
د کډوالو د حقونو فعال، احسانالله احمدزي و ویل: « د کډوالو لپاره به دغه نوی قانون افغانان زیانمن کړي. په پاکستان کې افغانان له اقتصادي، رواني، او امنيتي ستونزو سره مخ دي.»
له دې سره سم، د امریکا کنګرس داسې یوه لایحه تصویب کړې چې، لمخې یې هغه کډوال چې دمګړۍ په ناقانونه توګه په امریکا کې شپې او ورځې تېروي او جرمي مخینه هم ولري، نیول کیږي.
دغې لایحې ته د امریکا په مشرانو جرګه کې ۴۶ ډیموکراټانو او ۲۱۷ جمهوري غوښتونکو مثبتې رایې ورکړې دي.
د امریکا د مشرانو جرګې منشي، ټایلایس آلي و ویل: « د مشرانو جرګې پنځمه ګڼه لایحه کې داسې قانون شامل دی چې، د کورني امنیت له وزیره غواړي چې په متحده ایالاتو کې په غلا او نورو جرمونو تورن کډوال ونیسي.»
د کانګرس جمهوري غوښتونکي غړي، مایک کالنیز و ویل: « دا د قانون پلي کولو یوه معقوله لایحه ده. دا په ساده ډول ویل کیږي چې د کوچنيو جرمونو لپاره، سیمه ییز قانون پلي کونکي کولی شي د کډوالۍ له ادارې سره اړیکه ونیسي ترڅو دا کسان ونیسي، پروسس او بهر یې کړي. دا خلک، دا مجرمین چې هیواد ته راځي او پر امریکایی کورنیو تاوتریخوالی تحمیلوي، یوازې ورځ په ورځ زړور کیږي.»
تر دې وړاندې یوه امریکايي چارواکي او د کډوالو د بیا مېشتیدنې نامتو مدافعینو رویټرز ته ویلي وو چې ډانلډ ټرمپ په یو فرمان کې د هغو شاوخوا یو زر او ۶۶۰ افغانانو الوتنې لغوه کړې چې د امریکا له خوا د بیا مېشتیدنې اجازه ورکړل شوې وه.
په دې اړه مو اندونه